1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

« لبنان کې د اسرائیلو په بریدونو کې په لسونه کسان وژل شوي»

۱۴۰۳ آبان ۱۷, پنجشنبه

د روغتیایي سرچینو په حواله د لبنان په ختیځو سیمو باندې د اسرائیلو په تازه بریدونو کې شاوخوا ۴۰ تنه وژل شوي دي. همدا راز اسرائیلو د بیروت په جنوب کې هم اهداف په نښه کړي دي.

https://p.dw.com/p/4mlLL
اسرائیل پوځ د بیروت په سویل یو ځل بیا برید وکړ
اسرائیل پوځ د بیروت په سویل یو ځل بیا برید وکړانځور: FADEL ITANI/AFP

د اسرائيلو پوځ د لبنان په هغو سیمو کې بریدونه ترسره کوي چیرې چې د حزب الله وسله واله ملیشه شتون ولري.

د لبنان د معلوماتو له مخې د دغه هېواد په ختيځ کې د اسرائيلو په هوائي حملو کې لږ تر لږه څلوېښت تنه ووژل شول. د لبنان امنیتي سرچینو او د دغه هیواد په ختیځ کې د بعلبیک هرمل ولایت والي بشیر خضر، ویلي دي چې د دغه ولایت په ځینو سیمو کې تر ۳۰ ډیرو هوایي بریدونو کې نور په لسونو کسان ټپیان شوي هم دي.

د خضر په وینا، د بعلبیک په لرغوني ښار کې د روم د وخت کنډوالو ته څېرمه یو پارکینګ هم په نښه شوی، چې ښايي د دغو بریدونو اصلي مرکز وي.

ځايي اوسېدونکو د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې «ښار داسې ښکاري لکه توفان چې ځپلی وي.» د سيمې يوه اوسېدونکي وويل، چې سړک له خځلو او ښیښو ډک دى او څو موټر هم زيانمن شوي دي.

د ژغورنې ډلې تر خرابیو لاندې شویو کسانو د رایستلو له پاره سیمې ته رسیدلې دي.

دا معلومات په خپلواکه توګه لا هم ندي تائید شوي. په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې د اسرائیلو پوځ ویلي چې د راپورونو په اړه څېړنه کوي.

اسرائیل پوځ د بیروت په سویل یو ځل بیا برید وکړ

د پنجشنبې په ورځ د اسرائیلو پوځ یو ځل بیا د بیروت په سویل کې هدفونه په نښه کړل. د فرانسې د خبري اژانس انځورونه ښیې چې د لبنان د پلازمینې په جنوب کې لوګي اسمان ته پورته کیدل.

پر دې سربېره په ښار کې د چاودنو غږونه هم اورېدل شوي دي. تر دې یو ساعت مخکې د اسرائیلو پوځ د بیروت په جنوب کې د څلورو سیمو له اوسیدونکو غوښتي چې له دغو سیمو ووځي.

د اسرائیلو د پوځ ویاند افیخای ادرعي، پر خواله رسنیو یوه نقشه خپره کړې چې په هغې کې د بیروت د هوایې ډګر شا او خوا سیمه هم باید تخلیه شي.

د لبنان حزب الله ډله چې د امریکا، آلمان او څو سني عربي هېوادونو له خوا د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژندل کېږي، د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۷ نېټه پر اسرائیلو د حماس د ترهګرې ډلې له بریدونو یوه ورځ وروسته پر اسرائیلو راکټي بریدونه پیل کړل. په ځواب کې یې اسرائیلو په لبنان کې هدفونه په نښه کړل.

همدا راز حماس د آلمان، اروپايي ټولنې، امریکا متحده ایالاتو او یو شمیر نورو هیوادونو لخوا د یو ترهګرې ډلې په توګه درجه بندي شوی دی.

آیا له اسرائیل سره د ممکنه جګړې په صورت کې به روسیه د ایران ملاتړ وکړي؟

د اسرائیلو پوځ له څو اونیو راهیسې په لبنان کې د حزب الله پر اهدافو خپلو بریدونو ته زور ورکړی او د سپټمبر په وروستیو کې یې د لبنان په سویل کې د دغو ایراني ملاتړو ملیشو پر ضد ځمکني عملیات پیل کړل.

د راپورونو له مخې تر دې دمه په لبنان کې د بریدونو په ترڅ ۳۰۰۰ تنه وژل سوي دي.

(dpa, AFP) Sh/A S/R