1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسرائیل پوځ: په لبنان کي د حزب الله ۱۰۰ هدفونه ویشتل سوي

۱۴۰۳ آبان ۹, چهارشنبه

د اسرائیل پوځ په لبنان او غزې تراډه کي خپلو بریدونو ته ادامه ورکوي. د نوموړي پوځ په حواله بیا يې په لسونو ترهگر وژلي دي.

https://p.dw.com/p/4mO2p
د منځني ختیځ کړکیچ: په بیت لاحیه کی  داسرائیلي پوځ هوایی بریدونه
د غزې تراډي په شمال کي هم د اسرائیل پوځ خپلو عملیاتو ته ادامه ورکړې ده. انځور: AFP

د اسرائیل هوايي پوځ د خپلو معلوماتو له مخې بیا هم پهلبنان  کي د ایران په ملاتړ حزب الله ملیشو څه د پاسه ۱۰۰ هدفونه ویشتلي دي.

داسرائیل پوځ خبر ورکړی دی: «تیره ورځ د حزب الله په لسونو ترهگر له منځه وړل سوي دي.» ویل کیږي چي په عین وخت کي مځکنيو ځواکونو هم د دغه گاونډي هیواد په جنوب کي د شیعه ملېشو پر وړاندي خپلو «محدودو او هدفمندانه» بریدونو ته دوام ورکړی دی. 

د نوموړو معلوماتو له مخي، ډېري وسلې کشف سوي دي، تونلونه الوزول سوي او هغه راکټونه چي په ملکي سیمو کي ځای پرځای سوي وه او اسرائیلي ټولنې یې تر هدف لاندي راوستلې، له منځه وړل سوي دي.

د اسرائیل  دغه ارقام په بې طرفه ډول نه دي تائيد سوي. د لبنان په حواله بیا د اسرائیل د بریدونو په نتیجه کي بیا هم بې شمېره ملکيان وژل سوي دي.

همدارنگه د غزې تراډي په شمال کي هم د اسرائیل پوځ خپلو عملیاتو ته ادامه ورکړې ده. ویل کیږي چی تیره ورځ جبلیه ته نیژدې په لسونو ترهگر د هوايي بریدونو او مخامخ جگړو په نتیجه کي په لسونو ترهگر «له منځه وړل» سوي دي.

همدارنگه د تړل سوي ساحلي سیمي په جنوبي او مرکزي برخه کي هم پرمختگونه رامنځته سوي دي. په غزې تراډه کي د جگړې په هکله د اسرائیل  د پوځ څرگندونې هم نه سي کیدای په خپلواکه توگه تائيد سي.

GP/NZ/AG