1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسیې ته د عادلانه جزا د ورکړې غوښتنه

۱۴۰۱ شهریور ۳۱, پنجشنبه

ولسمشر زیلینسکي په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې روسیې ته پر اوکراین د یرغل له کبله د «عالانه جزا» د ورکړې غوښتنه وکړه او پر دغه هېواد یې د مالي جريمو وضع کول هم وغوښتل.

https://p.dw.com/p/4HCMl
UN Vollversammlung | Rede von Wolodymyr Selenskyj
نیویارک کې د ملګرو ملتونو په کنفرانس کې د زیلینسکي ویناانځور: Julia Nikhinson/AP/dpa/picture alliance

ولسمشر ولوديمير زيلنسکي د ملګرو ملتونو د عمومی اسامبلۍ غونډې ته  د خپل ثبت شوي پېغام په ترڅ کې روسیه تورنه کړه چې د غیر قانوني جګړې له کبله یې په اوکراين کې ویجاړوونکې تباهي رامنځته کړې ده.

زيلنسکي په خپل پېغام کې زياته کړې ده: «د يرغل د جرم سزا. د سرحدونو او ځمکنۍ بشپړتيا د اصولو د تر پښو لاندې کولو جزا. دا جزا بايد تر هغه عملي وي څو په نړيواله توګه پيژندل شوي سرحدونه بيرته نه وي پرځای شوي.»

د امریکا مرکزي بانک د ټکت پولۍ د نور لوړیدو تصمیم نیسي

په نیویارک کې د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزف بوریل هم د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو د وزیرانو له غونډې وروسته وویل چې «موږ پریکړه وکړه چې ژر تر ژره د متحدينو سره په همغږۍ د روسیې په وړاندې لا ډیر محدودیتونه وضع کړو.»

شولڅ پر پوتین سخت انتقاد وکړ

د بوریل د دې څرګندونو وروسته د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو موافقه وکړه چې پر روسیې نوي بندیزونه ولګوي او کییف ته د وسلو لېږد زیات کړي.

د یادونې وړ ده چې د ولادمیر پوتین څرګندونو ته نړیوالو مشرانو هم خپل غبرګونونه ښودلې دي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن روسیه تورنه کړې چې پر اوکراين له يرغل سره یې په ملګرو ملتونو کې د غړیتوب له اصولو سرغړونه کړې. نوموړي په خپلو څرګندونو کې دا هم زیاته کړې چې مسکو د اتومي وسلو د کارولو «غیر مسؤولانه» ګواښونه کوي.

پوتين يو ځل بیا لوېديځ ته خبرداری ورکړ

جاپان هم د نيويارک په غونډه کې د اوکراین لپاره د ملاتړ پراخولو او د خوړو او انرژۍ امنیت ته د ځواب ویلو په برخه کې خپله همکاري تایید کړه.

د ملګرو ملتونو تر عمومي اسامبلۍ څو ساعته مخکي د روسيې ولسمشر ولاديمیر پوتين د دوهمې نړېوالې جګړې وروسته د لومړي ځل له پاره د نسبي بسيج کولو امر صادر کړ.

پوتين به د قسمي بسيج ځواکونو سره په اوکراین کې خپلې جګړې ته زور ورکړي، هغه هم په داسې یو وخت کې چې په وروستيو کې نه یوازې روسي ځواکونو له پاره پرمختګ سخت شوی، بلکې له يو شمیر سېمو څخه په شا شوي هم دي.

ش.ا/ ب.ص (Reuters)