1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زيلنسکي ايران ته: د تاریخ په تور اړخ کي مه درېږئ

۱۴۰۲ خرداد ۴, پنجشنبه

زيلنسکي په دغه ویډیويي پیغام کي ویلي دي: «زه نن په مستقیم ډول په ایران کي له ټولو هغو کسانو او کورنیو څخه چي د حکومت پر پريکړو اغیز لري غواړم یوه اسانه پوښتنه وکړم: «د روسيې له ترهګرۍ سره ملګرتیا تاسو ته څه ګټه رسوي؟»

https://p.dw.com/p/4RnO1
Ukraine Präsident Wolodymyr Selenskyj
انځور: president.gov.ua

د اوکراین ولسمشر په یوه ویډیويي پيغام کي د ايران پر ولس ږغ کړی دی چي روسيې ته د بې پيلوټه الوتکو دلېږولو په اړه دي د حکومت پر پرېکړه فشار راوړي، ترڅو «د تاریخ تور اړخ» ته نه وي درېدلي او د «روسيې د ترور او ویري» سره همږغي نه سي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زيلنسکي له ایران څخه غوښتي دي چي روسيې ته دي د وژونکو بې پيلوټه الوتکو پر لېږلو له سره فکر وکړي او د « تاریخ تور اړخ» ته دي نه دریږي.

اړوند: د آلمان ولسمشر په برلين کې زيلنسکي ته ښه راغلاست ووايه

هغه د چهارشنبې په ورځ په خپلو خبرو کي وویل، د شاهد په نامه بې پیلوټه الوتکي، چي په ایران کي جوړي سوي دي د اوکراین په ښارونو کي پر ولسي ودانیو د روسيې په بریدونو کي لوی لاس لري.

زموږ فېسبوک پاڼه دلته کتلای سی

 د ده په خبره که څه هم اوس کیف د یادو بې پيلوټه الوتکو د ویشتلو وړتیا لري او په دې لړ کي يې د ۱۱۶۰ بې پیلوټو الوتکو څخه ۹۰۰ ویشتلي او له منځه وړي دي.

د زيلنسکي په وینا، یوشمېر بې پیلوټه ایرانۍ الوتکو په بریالیتوب سره خپل هدفونه ویشتلي او په دې ډول يې د ملکي خلکو کورونه، ښوونځي، روغتونونه، کلیساوي، پوځي ودانۍ، بازارونه او ان د بشري مرستو مرکزونه او د بسونو تم ځایونه هم ویجاړ کړي دي.

اړوند: 

اوکراین ته به اف-۱۶ ډوله جنګي الوتکې ورکړل شي؟

زيلنسکي په دغه ویډیويي پیغام کي ویلي دي: «زه نن په مستقیم ډول په ایران کي له ټولو هغو کسانو او کورنیو چي د حکومت پر پريکړو اغېز لري لکه ایراني عالمان او نور غواړم یوه اسانه پوښتنه ورڅخه وکړم او هغه پوښتنه دا ده: «د روسيې له ترهګرۍ سره ملګرتیا تاسو ته څه ګټه درته رسوي؟»

زموږ یوټیوب پاڼه 

او هغه زیاتوي: «د روسانو په واسطه، خو ستاسو په وسلو دغه بېځایه وژني ایران ته څه ګټه رسوي؟ ستاسو وسلې... د شاهد په نامه ستاسو بې پيلوټه الوتکي چي هره شپه په اوکراین کي وحشت جوړوي، په دې معنی نه دی چي د ایران ولس ډېر او ډېر د تاریخ توري خواته ټېل وهل کيږي؟»

اړوند: زیلنسکي وايي روسیه په نړۍ کې د اروپا ضد تر ټولو ستر قوت دی

د اوکراین له جګړې سره ایران او روسيې يو له بل سره پوځي همکارۍ پراخي کړي دي. ځیني راپورونه وايي چي پروسږکال په دوبي کي ایران روسيې ته د بې پیلوټه الوتکو د ور لېږلو لړۍ شروع کړې ده. اول وار ایران دغه ادعاوي نه منلې، خو وروسته يې ومنله، چي روسيې ته يې پر اوکراین باندي له پوځي برید څخه ترمخه شاهد۱۳۶ ډوله ځانمرګي بې پیلوټه الوتکي لېږلي دي.

برعکس په دې برخه کي لوېدیځ امنیتي بنسټونه او د اوکرایني لوړ پوړو چارواکو اطلاعات او ارزوني د ایران د لوړ پوړو چارواکو څرګندوني ناسمي ثابتوي.

اړوند: 

پوهه: ډرون څرنګه په سایبري جګړه کې له اوکراین سره مرسته کوي؟

زيلنسکي په خپل دغه ویډیويي پیغام کي یوار بیا ټینګار کړی دی چي روسيې د اوکراین د غلامۍ په موخه دغه جګړه شروع کړې ده، هغه زیاته کړې: «ایرانیانو کولای سوای چي په جلا شرایطو کي ژوند وکړي، خو که چیري يې د روسيې د یرغل په ډول له شرارت سره یو اړخ ته نه وای درېدلي.»

له روسيې سره د ایران د پوځي همکارۍ په غبرګون کي پروسږکال اوکراین د ایران د سفیر باورلیک لغوه کړ. 

زموږ له ارشیف څخه: