1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: امريکا په افغانستان کې په ميلياردو ډالر ضايع کړي

۱۳۹۹ اسفند ۱۱, دوشنبه

سيګار رپوټ ورکړی چې امريکا متحده ايالاتو په جګړه ځپلي هېواد افغانستان کې په ميلياردو ډالر ضايع کړي دي. ويل شوي چې دا پېسې په ساختماني څانګه او یا هم په نقليه وسايطو مصرف شوي چې يا تخريب شوي او يا هم زاړه دي.

https://p.dw.com/p/3q3If
Afghanistan Herat Baustelle Krankenhaus
انځور: DW/ H Hashemi

د افغانستان د بيارغونې د څار امريکايي ادارې (سيگار) ويلي دي چې د هغه ۷،۸ ميليارده ډالرو په اړه يې ارزونه کړې ده چې له ۲۰۰۸م کال راهيسې په افغانستان کې په ودانيزو چارو او د نقليه وسايطو په برخه کې لګولي شوي دي.

د سيګار له خوا ويل شوي چې يوازې لږ ودانۍ او نقليه وسايط چې ارزښت یې ۳۴۳،۳ ميليون ډالر کيږي، په ښه حالت کې پاتې دي.

دې ادارې چې په افغانستان کې د بهرنيو پانګوالو د پېسو نظارت کوي، ويلي دي چې د ۷،۸ ميلیارد ډالرو څخه یې يوازې ۱،۲ ميليارده ډالر چې د ساختماني چارو او نقليه وسايلو له پاره په نظر کې نيول شوي وې، مصرف شوي دي.

اړونده موضوع: سيگار: په افغانستان کې د امريکا بيا رغاونې د زرونو انسانان ژوند اخيستی

د افغانستان د بيارغونې د څار له ادارې عمومي پلټونکي جان اف سوپکو وويل: «دا واقعيت چې د استفادې وړ زياتره سرمايه نه ده لګول شوې، ودانۍ خرابې دي او يا یې کارونه په نيمه کې پرېښوول شوي، ښايي د دې پروژو د تمويلونکو د انديښنې سبب ګرځيدلې وي.»

په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د حضور څرنګوالی

دا په داسې حال کې ده چې د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر جو بايدن د پخواني ولسمشر دونالد ترمپ او وسله والو طالبانو ترمنځ د ترسره شوي تړون ارزونه کوي.

بايدن بايد په دې اړه پریکړه وکړي چې آیا ټول امريکايي ځواکونه د مي مياشتې تر لومړۍ نيټې پورې له افغانستان ووځي او که څنګه.

که څه هم چې طالبانو د دې تړون د لومړۍ کليزې پر وخت د همدې سند پر اساس له افغانستان څخه د ټولو بهرنيو ځواکونو د وتلو غوښتنه کړې، خو په افغانستان کې د تاوتريخوالي زیاتېدل او د سولې په خبرو کې د پرمختګ نشتوالی د دې باعث شوي چې د ناټو غړي هيوادونه له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د را ايستلو په اړه شک پيدا کړي.

ولې مرسته ضايع شوې؟

د «لانګ وار ژورنال» د انترنتي رسنيو کارپوه بېل روګيو څرګنده کړې چې د سيګار موندنې د تعجب وړ دي. نوموړي زياته کړې چې د دې پيسو د ضايع کيدو دلايل د طالبانو بريدونه، اداري فساد او د پيسو په هغو برخو کې مصرفول دي چې پايلې یې ډېري نه دي ليدل شوي.

پر ښوونځیو پانګونه؛ د خوست د زده کوونکو یو نوی نوښت

د نوموړي په آند: «د ښوونځي او کلينک جوړول يوه خبره ده او د هغه ساتل او په ډېرو مواردو کې د وسله والو طالبانو په مقابل کې د هغه زيربنا حفاظت کول بله خبره ده.»

دا کارپوه زياتوي: «پر دې سربیره لويديځ په افغانستان کې د فساد او نورو ډېرو برخو کې د بې کفايتۍ اغیز له پامه غورځولی وو. دا تل د ناکامۍ يو عامل وو.»

سوپکو هم همدا راز په دې رپوټ کې خپله دا خبره کړې چې د بيارغونې مسؤلي ادارې آن له افغانانو څخه دا پوښتنه نه ده کړې چې د ودانيو د جوړولو سپارښتنه چې شوې، آيا اړتيا ورته لري او که نه او يا دا چې د دې څخه د ګټه اخيستو تخنيکي وړتيا لري او که نه.

د افغانستان د دولت يو پخوانی مشاور فرهادي وايي چې د ډېرو پروژو په اړه د افغانستان له دولت څخه مشوره نه ده اخيستل شوې. نوموړی همدا راز په افغانستان کې د ډېرو نړيوالو مرسته کوونکو ترمنځ د همغږۍ نه شتون هم د دې پروژو د ضايع کيدو دليل ويني.

نوموړی وايي: «د مثال په توګه ښوونځي ځيني وخت د نورو هغو تازه جوړو شويو ښوونځيو ترڅنګ جوړ شوي چې لګښت یې نورو دونرانو ورکړی دی. ودانیز کار يوازې ځکه ترسره شوی چې د جوړيدو پريکړه یې شوې وه او پېسې ورته ځانګړې شوې وې او ښوونځي د اړتيا پرته جوړ شوي دي.»

زموږ له آرشيف څخه: