1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په افغانستان کې بيا رغاونې د زرونو انسانان ژوند اخيستی»

۱۳۹۸ بهمن ۲۲, سه‌شنبه

د افغانستان د بیا رغاونې د څار امریکایي ادارې (سيگار) په حواله په افغانستان کې د بيا رغاونې او ثبات ټينگولو په هلو ځلو کې تر پنځه زرو زيات انسانان وژل شوي او يا هم ټپيان شوي دي.

https://p.dw.com/p/3Xa9f
Rekonstruktion der Jami Moschee in Herat Afghanistan
انځور: DW/Hashimi

د افغانستان د بيا رغاونې د څار ځانگړې ادارې يا سيگار د دوشنبې په ماښام د «د بيا رغاونې د انساناني بيې» تر سرليک لاندې يو رپوت خپور کړ. په دغه رپوټ کې د ۱۷ کالونو په موده کې يعني له ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۱۸ م کاله پورې موده کې د بيا رغاونې په برخه کې د تلفاتو شمير په ډاگه شوی دی.

سيگار په خپل دغه رپوټ کې ويلي دي: »بيا رغاونه پورې اړوندو ټولو پېښو کې ۲۲۱۴ کسان وژل شوي او ۲۹۲۱ تنه ټپيان شوي دي.» په رپوټ کې د هغو ۱۱۸۲ کسانو يادونه هم شوې چې تښتول شوي او يا هم لادرکه شوي دي.

په دې کې په امنيت پورې تړلو پېښو په ترڅ کې د رامنځته شويو تلفاتو شمير هم شامل دی. د مثال په توگه د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې او مشورتي ماموريتونو په ترڅ کې ۸۱۸ کسانو ته مرگ ژوبله اوښتې ده. 

په دې رپوټ کې همدا راز د حکومتولۍ او پراختيايي هلو ځلو لکه د سړکونو او زير بناو، د روغتيايي او روزنیزو خدماتو د رسولو په ترڅ کې د اوښتو ۲۵۷ تلفاتو ذکر هم شوی دی.

په رپوټ کې ويل شوي دي چې د وژل شويو او ټپيانو تر ۷۰ سلنه ډېر او همدا راز د تښتول شويو څه نا څه ۸۶ یې افغانان دي.

پر دې سربيره لږ تر لږه ۲۸۴ امريکايان، چې زياتره یې عسکر دي، ۱۰۰ ائتلافي عسکر او همدا راز ۱۲۴ د نورو هېوادونو اتباع په افغانستان کې د بيا رغاونې او ثبات د ماموريتونو په ترڅ کې وژل شوي دي.

د سيگار له خوا راټول شوي معلومات ښيي چې تر ټولو زيات تلفات د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۱م کالونو ترمنځ يعني هغه وخت رامنځته شوي چې د بيا رغاونې کارونه خپل اوج ته رسېدلي ول.

په دې رپوټ کې د جگړه ایزو ماموريتونو تلفات او همدا راز پر افغان امنيتي ځواکونو او يا حکومتي چارواکو د بريدونو تلفات شامل نه دي.

bs/nz (dpa)