1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: آلمان غواړي د تابعيت د ورکړې شرايط آسان کړي

۱۴۰۱ آذر ۴, جمعه

د آلمان د کورنيو چارو وزيره غواړي په آلمان کې د تابعيت د ترلاسه کولو لازم شرايط په څرګند ډول آسانه کړي. دا خبر «بيلد» ورځپاڼې په برلين کې د وزارت د کړيو په حواله ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/4K2Zt
د آلمان د کورنیو چارو وزيره نانسي فايرز
د آلمان د کورنیو چارو وزيره نانسي فايرزانځور: Jürgen Heinrich/IMAGO

د آلمان د کورنيو چارو وزیرې نانسي فايزر، په حواله به په آلمان کې زيږيدلي د خارجي والدينو اولادونه په اتوماتيک ډول د آلمان تابعيت ترلاسه کوي، خو يوازنی شرط به داوي چې د مور او پلار څخه یو یې پنځه کاله په آلمان کې د «اقامې عادي او قانوني حق» لرلې وي يعني له پنځو کلونو راهېسې يې په قانوني توګه په آلمان کې ژوند کړی وي.

د آلمان د کورنيو چارو وزيره پر دې سربيره پلان لري چې د خارجيانو له پاره د تابعيت ترلاسه کولو د اتوو کلونو اقامت د اړتيا موده اوس پنځوو کلونو ته راټيټه کړي.

همداراز زياته شوې چې د «ادغام په برخه کې د ځانګړو ښو وړتياو» له کبله حتی په دريو کلونو کې هم د تابيعت ورکړه امکان پيدا کولی شي. همداراز د پخواني تابعيت له لاسه ورکولو مکلفيت هم بايد لغوه شي.

د آلمان ايالتونه د مهاجرو د نوې څپې و راتګ ته چمتو والی نيسي

د رپوټ په حواله فایرز غواړي چې د هغو کسانو له پاره چې تر ۶۷ کلنې پورته دي، د ژبې د زده کړې هغه سند هم لغوه کړي چې تر اوسه یې په ترلاسه کولو مکلف ول. د «بيلډ» ورځپانې په حواله د دې پر ځای په راتلونکي کې يوازې «په شفايي توګه د تماس ټينګولو وړتيا» باید بسنه وکړي.

زياته شوې چې د ډلې پر خلکو به ښايي د آلمان په اړه د اړينو معلوماتو لرلو ټيستونه هم نور نه تطبيقيږي. خو په رپوټ کې زياته شوې چې د دې قانوني وړاندیزونو په اړه په ياد وزارت کې حتمي رايه اچونه لا نه ده ترسره شوې.

ورځپاڼه: زیهوفر له جهاديانو څخه د آلمان تابيعت اخلي

د آلمان په پارلمان کې مسیحي ديموکرات او مسيحي سوسيال ګوندونو د جناح لومړي پارلماني منشي تورستن فرای پر دې پلان شويو بدلونو نیوکې وکړې. نوموړي د بيلد ورځپاڼې ته وويل: «د آلمان پاسپورت بايد «په يوه بې ارزښته توکي» بدل نه شي.»

د مسيحي سوسيال ګوند څخه اندريا لندهولز چې د دغو اتحادي ګوندونو د ګوندي دلګۍ مرستياله هم ده، وويل: «په آلمان کې به له خارجيانو څخه په دې توګه په دې هېواد کې د ځان د ادغامونو اصلي انګیزه واخيستله شي.»

ب. ص/ ن. ز (kna, afp, dpa)

زموږ له آرشيف څخه: