1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان ايالتونه د مهاجرو نوې څپې ته چمتو والی نيسي

۱۴۰۱ آبان ۲۱, شنبه

د آلمان فدارلي ايالتونه دې ته چمتو والی نيسي چي په راتلونکو اونيو او مياشتو کي په کافي اندازه د مهاجرو د يوې لويي څپې لپاره کافي ځايونه ولري. په دې ترڅ کي د ډليزو سرپناؤ په توګه کيږدۍ هم درول کيږي.

https://p.dw.com/p/4JQak
مهاجر په آلمان
مهاجر په آلمانانځور: Patrick Pleul/dpa/picture alliance

د آلمان د پروتستانت خبري آژانس په حواله د آلمان په ۱۶ فدرالي ايالتونو کي يوه نظر پوښتنه تر سره شوېده. په دغه نظر پوښتنه کي له ايالتونو پوښتل شوي دي چي د احتمالي نوو مهاجرو د راتګ لپاره يې څه ډول چمتو والی نيولی دی. په نظر پوښتنه کي زياتو آلماني فدرالي ايالتونو ويلي دي هڅه کوي چي په سرپټي سپورټي لوبغالو کي د مهاجرو د ډليزيو اوسېدو ځايونو له جوړولو څخه اجتناب وکړي. د ياد آژانس د راپور له مخي ټول ايالتونه په دې بوخت دي چي د نوو مهاجرو د احتمالي څپې لپاره چمتو والی ونيسي.

دا چي د آلمان ايالتونه د نوو مهاجرو و راتګ ته چمتو والي نيسي، يوازنۍ وجه يې د اوکراين جګړه نه ده ياده شوې. د مثال په توګه د بايرن ايالت د کورنيو چارو وزارت ويلي دي چي له يو څه مودې راهيسي د نوو مهاجرو په راتګ کي په دوامداره توګه زياتوالی راغلی دی او له دې کبله د مهاجرو لپاره شته ځايونه ډک شوي دي. ويل شوي چي دمګړی د نوو راتلونکو پناه غوښتونکو او د اوکراين د راتلونکو وګړو اجتماعي شمېر په ۲۰۱۶ کال د راتلونکو مهاجرو تر شمېر زيات دی.

یونان له اروپایي اتحادیي سره د مهاجرت د موافقې د اصلاح غوښتنه کړې

د کډوالو او مهاجرو لپاره د آلمان ځانګړي فدرالې ادارې بامف په وينا په روان کال کي تر اوسه تقريبا ۱۶۰ زره د پناه لومړۍ غوښتنې ورته رسېدلي دي. دغه شمېر د مخکني کال په پرتله ۴۰ فيصده زيات دی. د بامف په وينا په دغو پناه غوښتونکو کي تر ټولو زيات شمېر له سوريې، افغانستان او ترکيې څخه راتلونکي کساني دي. په عيني حال کي آلماني چارواکي اټکل کوي چي دمګړی په آلمان کي د اوکرايني مهاجرو شمېر د يو مليون په شاوخوا کي دی. د اوکراين مهاجر اړ نه دي چي په آلمان کي د پناه غوښتنه وکړي. له هغوی څخه زيات يې داسي هم دي چي په آلمان کي د خپلو خپلوانو سره اوسيږي خو ځانونه يې نه دي ثبت کړي.

همدا وجه ده چي په آلمان کي ډېر کم اوکراينيان داسي دي چي هغوی د مهاجرو لپاره په ځانګړو لومړيو سرپناؤ کي ځای پر ځای دی. له اوکراين څخه راتلونکي کسان عموما د راتګ سره سم د آلمان ښارواليو ته معرفي کيږي چيري چي هغوی ته ځای ورکول کيږي. د آلمان د راينلاند فالڅ ايالت د ادغام وزارت منلې ده چي دمګړی يو شمېر مهاجر تر پلان څخه زيات وخت په لومړي کمپونو کي له دې کبله ساتل کيږي چي پر ښارونو او ښارواليو باندي فشار راکم شي. د مهاجرو لپاره لومړي کمپونه د اوسېدنې هغو ځايونو ته ويل کيږي، چيري چي مهاجر د هغوی د نوم ثبتولو او بيا و يو ځانګړي ايالت ته د سهميې د حساب په ترڅ کي لېږلو ته راجيستر کيږي.

د مهاجرت په اړه د اروپایي ټولنې غونډه بې نتیجې وه

د آلمان برلين ايالت د مهاجرو لپاره د لومړي کمپونو په هکله ويلي دي چي په دغه ايالت کي شته ټول ځايونه ډک دي او دا چي تقريبا ۳۰۰۰ انسانان لا دې ته په انتظار دي چي د دغه ايالت په دوو لومړي کمپونو کي ځای پر ځای کړل شي. ياد ايالت د ټېګل په هوايي ډګر کي د اوکرايني مهاجرو لپاره د ثبتېدنې او لومړي سرپناه ځای په هکله ويلي دي چي هلته اوس دمګړی د دوو کسانو لپاره د يوې کيږدۍ تګلاره عملي کيږي او دا چي د عاجلو حالاتو لپاره د ۴۰۰ اضافي ځايونو پر جوړولو کار روان دی. ويل شوي چي په دې ترڅ کي يو شمېر د سرپناه هغه ځايونه هم بېرته فعاله کړل شوي دي چي په کانټنرانو کي برابر شوي ول.

آ./ا.ا./ن.ص.