1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستهندوستان

روسيه او هند د وسلو په برخه کې خپلې همکاري ډېروي

۱۴۰۲ دی ۷, پنجشنبه

روسیه او هند غواړي د دفاعي تجهیزاتو د لاډېر توليد په برخه کې لا نژدې همکاري ولري. د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزيرانو په دې هکله په مسکو کې سره کتلي دي.

https://p.dw.com/p/4afSq
Moskau Treffen Außenminister Lawrow und Subrahmanyam Jaishankar Indien
انځور: Alexander Shcherbak/Tass/IMAGO

د روسيې دولتي خبري آژانس تاس د رپوټ په حواله، د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف، له خپل هندي سیال سوبرامونیم جی شنکر، سره د چهارشنبې په ورځ په مسکو کې ولیدل او ويې ويل چې دغه همکاري د اوراسیا له ستراتيژيک امنیت سره مرسته کوي.

جی شنکر، پر ټولنیزې رسنۍ ایکس لیکلي: «د ستراتيژيکو شريکانو په توګه، پر نړيوالو او معاصرو اړيکو بحث او نظرونه تبادله شول.» شنکر، زیاته کړې چې «د هند او آرام سمندر، اوکراین جګړې، د غزې وضعیت، افغانستان او منځنۍ آسیا، بریکس، د شانګهای د همکاريو سازمان، جی۲۰ او ملګرو ملتونو سازمان په هکله د نظرونو تبادله وشوه.»

د هندوستان د بهرنیو چارو وزير په اقتصاد، د انرژۍ تجارت، ارتباطي هڅو، په پوځي- تخنيکي همکاريو او له خلکو سره د خلکو ترمنځ روابطو کې پرمختګ ته اشاره کړې ده. هغه ويلی دي: «د هند او روسیې اړيکې د ژيوپولیتيکي، استراتيژيکې همغږۍ او د متقابلو منافعو د واقعیتونو انعکاس ورکونکې دي.»

د نړۍ د ترټولو ډېر نفوس درلودونکي هېواد د بهرنیو چارو وزير همدارنګه د روسیې له ولسمشر، ولادیمیر پوتين سره هم کتلي دي. پوتين د هندوستان صدراعظم نريندرا مودي، ته بلنې ورکړې تر څو راتلونکی کال مسکو ته سفر وکړي. د کريلمين د اعلاميې پر اساس، پوتين له جی شنکر سره په کتنه کې وويل: «موږ په روسیه کې هغه ته منتظر یو.»

د آرشیف انځور - د چین ولسمشر، شي جین پینګ، د هندوستان صدراعظم نریندرا مودی او د روسيې ولسشمر ولادیمیر پوتین د بریکس په یوه غونډه کې
د آرشیف انځور - د چین ولسمشر، شي جین پینګ، د هندوستان صدراعظم نریندرا مودی او د روسيې ولسشمر ولادیمیر پوتین د بریکس په یوه غونډه کېانځور: Anupam Nath/AP/picture alliance

په دغه اعلامیه کې راغلې دي چې د هندوستان رهبرۍ له دغې بلنې سره موافقه کړې ده. جی شنکر وويل: «ډاډه يم چې د دغې کتنې له پاره به داسې یوه نيټه پېدا کړو چې د دواړو خواو له پاره مناسبه وي.»

خو د نېټې تعینول ښايي د انتخاباتو په نتيجه کې پېچلې شي. په پام کې ده چې پوتین په مارچ میاشت کې انتخاباتو ته ودريږي په داسې حال کې چې په پام کې ده په هند کې پارلماني انتخابات په اپریل یا می میاشت کې ترسره شي.

مسکو غواړي د ۲۰۲۴م کال په اکتوبر میاشت کې د بریکس ډلې د غونډې کوربه وي. د بریکس ډله د نړۍ له نوو مهمو اقتصادونو یعنې برازیل، روسیه، هندوستان، چين او جنوبي افریقا هېوادونو څخه متشکله ده.

د هندوستان رهبري په اوکراین کې د روسیې جګړې په هکله بې طرفه ده. دغه هېواد د غرب له هغو بندیزونو ملاتړ نه کوي چې پر روسیه ېې لګولي دي او په کراتو ېې د شخړو حل د خبرو اترو له لاري غوښتی دی. د روسیې د بهرنیو چارو وزير تېر کال له هنده د کتنې پر مهال پر نړیوال متوازن نظم ټینګار کړی وو.

په اوکراین کې د جګړې له پيل راهيسې، هند هم له روسیې څخه د ارزانو نفتو واردات ډېر کړي دي. د روسیې د انرژۍ وزير په یوې تلويزيوني مرکه کې وويل چې هند تر چین وروسته د روسيې د نفتو دوهم مهم مشتري دی.

  (dpa)mks/nz/hs/rsm/

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل