روحاني: ايران له لوېديځ سره خبرو ته تيار دی
۱۳۹۲ مهر ۳, چهارشنبهروحاني د چهار شنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د سپتمبر۲۵) د ملگرو ملتونو اته شپېتمي عمومي اسمبلۍ ته په وينا کي وويل: «ايران د خپلو [اټومي] حقوقو او نړيوالو همکاريو پر سر بې له ځنډه هر ډول خبرو اترو ته تيار دی، ترڅو د متقابلو همکاريو په اړه ابهامات له منځ ولاړ سي.»
روحاني زياته کړه: «ما نن د جمهور رئيس بارک اوباما وينا په غور سره وراورېده؛ د امريکا د مشرانو د سياسي عزم او د جنگ غوښتونکو ډلو د منافعو د تعقيبولو څخه د ځان ساتلو په صورت کي کيدای سي سړی د اختلافاتو له منځه وړلو ته ورسيږي.»
روحاني چي تيره ورځ يې له بان کي مون سره له غرمنۍ کولو څخه ډډه کړې وه، له بارک اوباما سره يې د يوې تاريخي ليدني کتني چانس له لاس ورکړ، ټينگار يې وکړ چي ايران له نورو هيوادونو سره د رغوونکی روش په تلاښ کي دی او په دغه چارچوب کي له متحده ايالاتو سره د جنجال زياتولو په لټه کي نه دی. د هغه په خبره په اوسنيو شرايطو کي ايران له «واشنگټن څخه د يوه واحد ږغ» په تمه دی. روحاني وويل: «په دغو کلونو کي يوازي يو مسلط ږغ اورېدل سوی دی، چي هغه د جنگ لاره غوره کول دي، خو نن بايد ووايو چي سولي ته لار سته.»
د ايران جمهور رئيس په دې اساس «له زور زياتي او ترهگرۍ» سره د نړيوالي مبارزې طرح مطرح کړه او د ملگرو ملتونو، دولتونو او نړيوالو سازمانونو او مدني بنسټونو څخه يې وغوښتل چي دغه طرح د خپل کار دستور وگرځوي. هغه وويل: «د نړۍ په بېلابېلو سيمو کي د نه خوښي جنگ د ائتلاف د جوړولو پر ځای بايد په ټوله نړۍ کي د سراسري سولي فکر وسي.»
«له زورزياتي څخه ډک بنديزونه، د سولي او بشريت ضد دي»
د ايران جمهور رئيس پر دغه هيواد باندي د لوېدځو قدرتونو له خوا لگول سوي تحريمونه «غير عادلانه او د زور زياتي نخښه» وبلل او ويې ويل چي «عام وگړي د سياسي دعوو قرباني کوي.» د روحاني په اند دغه تحريمونه «زورزياتی، يو اړخيز او څو اړخيزه نه لري او د تحريمونو پايله هم هاغه اور ته لمن وهل جنگ غوښتل او د انسانانو نابودي ده.»
«اټومي وسلې د ايران په دفاعي دکترين کي ځای نه لري»
حسن روحاني وويل :«د ايران د اټومي پروگرام د حل له پاره تر ټول ساده لاره د دغه هيواد د طبيعي، قانوني او مسلم حق منل دي.»
روحاني ټينگار وکړ: «اټومي وسلې او ډله ييزي وژني د ايران په دفاعي دکترين کي هيڅ ځای نه درلود او زموږ د ديني او مذهبي عقيدو سره په ټکر کي دي.»