ایران د اتومي پروگرام پر سر خبرو اترو کې گډون کوي
۱۳۹۲ مهر ۲, سهشنبهد اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو مسؤلي کاترین اشتون د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال سپتمبر ۲۳مه) د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره تر لیدنې کتنې وروسته وویل چې د ایران له لوري یې د متحده ایالاتو، روسیې، چین، بریتانیې، فرانسې او آلمان سره د خبرو اترو د تر سره کولو له پاره د «قوت او ټینگ عزم» نښې نښانې لیدلي دي.
په پام کې ده چې د دغه شپږو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران به د پنجشنبې په ورځ په نیویارک کې د ملگرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې سره وویني. دا به د ایران او دغو شپږو سترو نړیوالو قدرتونو تر منځ د اپریل د میاشتې څخه وروستې لومړۍ خبرې اترې وي. د اپریل په میاشت کې د قزاقستان د آلماتا په ښار کې د ایران د اتومي پروگرام پر سر خبرې اترې پرته له کومې نتیجې پای ته رسیدلې وې.
اشتون ویلي دي چې هغه او د هغې ټیم به له جواد ظریف سره د پنجشنبې د ورځې د غونډې په تعقیب د اکتوبر په میاشت کې سره بیا وویني. هغې زیاته کړه: «موږ ښه او رغوونکي بحثونه تر سره کړل. دا چې څه به وشي موږ په دې جزئیاتو نه یو غږیدلي. د دې غونډه موخه دا وه چې موږ څرنگه مخ پر وړاندې ولاړ شو.»
د ایران نوي معتدله محافظه پاله ولسمشر حسن روحاني، چې د جون په میاشت کې یې خپله دنده پیل کړه، د ټاکنیز کمپاین په ترڅ کې ژمنه کړې وه، چې د ایران په دننه او بهر کی به سیاسي او ټولنیز محدودیتونه راکم کړي. تر هغې وروسته د ایران د اتومي موضوع په برخه کې د احتمالي خوځښت په اړه گنگوسي رامنځ ته شول.
په پام کې ده چې حسن روحاني به هم د ملگرو ملتونو په عمومي غونډه کې برخه واخلي. هغه تیره اوونۍ د اېن بي سي، په نوم له تلویزوني چینل سره په مرکه کې ویلي وو، چې ایران «هیڅکله هم د اتومي بم جوړول نه تعقیب کړي او نه یې هم په لټه کې شوی دی او موږ به دغه کار تر سره هم نه کړو.»
د ملگرو ملتونو د امنیت شوری د ایران له لوري د یورانیمو د غني کولو د پروسې د نه درولو له کبله، څو وارې د ایران پر ضد بندیزونه لگولي دي او د امریکا متحده ایالاتو او متحدینو له لوري د ایران پر ضد د بندیزونو لګول، د دغه هیواد پر اقتصاد باندې ناوړه اغیزې پریښې دي.