1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رسنۍ: آلمان بيا په افغانستان کي د ښځو پروژې تمويلوي

۱۴۰۱ بهمن ۲۶, چهارشنبه

د رسنيو د يوه رپوټ له مخي آلمان غواړي بيا په افغاستان کي د ښځو له پاره پرمختيايي پروژي تر هغه مهاله پوري تمويل کړي تر څو چي هغوی ښځي گټه تر اخيستلای سي.

https://p.dw.com/p/4NUkj
Afghanistan | Winter in Kabul
انځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

دغه رپوټ د «زيود دويچه څايتوگ» په نامه آلمانۍ ورځپاڼي د چهارشنبې په ورځ په خپله گڼه کي د پرمختيايي مرستو د وزارت د يوه داخلي مکتوب پر اساس ورکړی دی.

د هغو سازمانونو د ليک په ادامه کي چي د دغو پروژو مديريت کوي راغلي دي چي که په هغو سيمو کي چي ښځي کارته گومارل کيدای سي او هغوی ته لاس رسي کيږي، پرمختيايي ژمني وځنډيږي، نو ښځو او نجونو ته به په اصطلاح (دوه برابره) سزا ورکول سي.

اړونده مطالب:

ملالۍ وردګ: د افغان ښځو ژوند تور تم سوی دی

د ۲۰۲۱م کال په اګست مياشت کي واک ته د طالبانو تر بيا رسيدو وروسته، آلمان په ځانگړې توگه پر هغو پروژو تمرکز کړی چي د ښځو او نجونو ملاتړ کوي.

د تيرکال په دسمبر مياشت کي طالبانو په بشري سازمانونو کي د ښځو پر کار بنيدز ولگاوه او جرمني هم د خپلو مرستندويو پروژو ډېره برخه له دې کبله په ټپه ودروله چي پرته له ښځينه همکارانو نوموړي سازمانونه نه سي کولای کار وکړي. په دې ترڅ کي طالبانو حداقل په صحي څانگو کي د ښځو له پاره د کار ممنوعيت راکم کړی دی.

د دغو پروژو نوی شعار اوس «د ښځو له خوا د ښځو له پاره» دی: که په دغو پروژو کي د ښځو ملاتړ ونه سي بيا نو پيسې هم نه ورکول کيږي. د نوموړي ورځپاڼي په حواله په هغو کي د پروژو ۱۵ سلنه شامليږي.

یان ایګلنډ: افغانستان کې مو دفترونه خالي دي او مرستې بندې شوي

د ورځپاڼي په راپور کي راغلي دي چي دا تيروتنه بايد تکرار نه سي چي د بهرنيو ځواکونو تر بشپړ وتلو وروسته بشري بحران لا پسي زيات سو.

واک ته د طالبانو د رسيدو راهيسي په افغانستان کي اقتصادي او همدارنگه د ښځو حالت لاپسي خراب سوی دی. د دغه هيواد نيمايي نفوس چي ۲۳ ميليونه کيږي د لوږي له گواښ سره مخامخ دی. په دغه هيواد کي يوازي ښځينه مرستندوياني کولای سي اړمنو ښځو ته لاس رسي پيدا کړي.

د رسمي ارقامو له مخي د افغانستان په شاوخوا۱۲۶۰ انجوگانو کي د په زرونو ښځو له پاره د کار امکانات ول چي پيسې وگټي او په دې وسيله خپله کورنۍ تغذيه کړي.

ولې طالبان د ښځو کار او فعالیت نه غواړي؟

په افغانستان کي ښځي د طالبانو له خوا له عام محضر څخه په کلکه حذف کيږي. په دې وروستيو کي هغوی ته، پارکونو، سپورتي ځايونو، مکتبونو او پوهنتونونو د تگ اجازه هم نه ورکول کيږي.

همدارنگه د هيواد په ځينو برخو کي له حاملگۍ څخه د مخنيوي پر دارو درملو او لارو چارو باندي هم بنديز لگول سوی دی.

GP/NZ/AG