1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایګلنډ: افغانستان کې مو دفترونه خالي دي او مرستې بندې شوي

فريدالله ظاهر
۱۴۰۱ دی ۱۹, دوشنبه

د ناروې د کډوالو چارو شورا سرمنشي وایي، چې په افغانستان له ښځینه کارکوونکو پرته اړمنو خلکو ته بشري مرستې نه شي رسولی. نوموړی چې کابل ته تللی، په یوه ټویټ کې یې ویلې دي، چې ټول دفترونه یې خالي او فعالیتونه یې دریدلي دي.

https://p.dw.com/p/4LteY
Iran Afghanische Flüchtlinge | NRC Jan Egeland
انځور: Vahid Salemi/AP/picture alliance

د مهاجرت په چارو کې د دې نړيوالې مرستندويه ادارې سرمنشي یان ایګلنډ کابل ته تللی او په خپله رسمي ټویټرپاڼه یې لیکلې دي چې په افغانستان کې د طالبانو له لورې پر ښځینه کارکوونکو له بندیز وروسته د NRC دفترونه خالي شوې دي او خلکو ته د بشري مرستو رسول دریدلې دي.

نوموړي د تويتر له لارې ويلي: «زموږ دفترونه نږدې خالي دي او په ټول افغانستان کې ټولې چارې په ټپه ولاړې دي. موږ له ښځینه کارکوونکو پرته ښځو او ماشومانو ته نه شو رسېدای.»

اړوند مطلب: ملګرو ملتونو پر ښځو د طالبانو محدودیتونه و غندل

د ناروې کډوالو چارو شورا سرمنشی وایي، دوی به بیرته هغه وخت خپل فعالیتونه او خلکو ته د بشري مرستو رسول پیل کړي، چې د دوی ښځینه او نارینه کارکوونکي له خنډ پرته کار ته لاس رسی ولري.

هغه ويلي: «زه په افغانستان کې مسؤل وزیرانو ته وایم چې NRC چمتو دی چې سبا د مرستې رسول بیا پیل کړي، مګر موږ دا یوازې هغه وخت کولی شو کله چې موږ د خپلو ښځینه او نارینه کارمندانو دواړو لپاره بې خنډه لاسرسی ترلاسه کړو، ترڅو ټولو ته اړو خلکو ته ورسیږو.»

ایګلنډ زیاته کړې ده، چې د دندې په جریان کې د ښځینه کارکوونکو له پاره ټول افغاني ارزښتونه په نظر کې نيسي: «د جامو، سفر او د کار ځای لپاره ټولو دودیزو افغاني ارزښتونو ته درناوی کوي.»

د تېر ۲۰۲۲ م کال د دسمبر په وروستیو کې په افغانستان کې د طالبانو ادارې  په نړیوالو مؤسساتو کې د ښځینه کارکوونکو په دندو له دې امله بندیز ولګوه، چې په وینا یې په مؤسسو کې د ښځو کار کول د« افغاني او اسلامي ارزښتونو» سره په ټکر کې دی.

اړوند مطلب:افغانستان کې د لوږې کړکیچ

د ناروې د کډوالو چارو شورا د سرمنشي په خبره، په افغانستان کې د NRC  ۴۶۹ ښځینه کارکوونکو دندې ترسره کولې، چې د نورو کارکوونکو سره یو ځای یې د ۷۰۰۰۰۰ سوه زره اړمنو افغانانو له پاره مرستې رسولې.

 

Aghanistan - Humanitäre Hungerkrise
انځور: Ali Khara/REUTERS

وروسته له هغې چې طالبانو په مؤسساتو په ښځینه کارکوونکو په دندو بندیز لګولی، لسګونه مرستندویه مؤسسو خپل فعالیتونه درولي او یې تر نیمیايي یې راکم کړې دي.

افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ په راتګ سره په تېر یو نیم کال کې بیکاري، غربت او د بې وزلي زیاته شوې ده او خلک په سختو اقتصادي ستوونزو کې ژوند کوي، چې هغوی سخت بشري مرستو ته جدي اړتیا لري.