1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

راپور: په آلمان کې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه کم شوي دي

۱۴۰۳ تیر ۱۶, شنبه

د اروپايي ټولنې په غړو هېوادونو کې د پناه غوښتونکو شمېر اوس هم ډېر دی، خو په جرمني کې دا شمېر کم شوی دی.د شمېرو له مخې افغانان د پناه غوښتونکو دویمه لویه ډله ده.

https://p.dw.com/p/4hxlI
Deutschland Symbolbild Menschen mit Migrationsgeschichte Muslime PoC Diversität
په آلمان کې تر ټولو زیات پناه غوښتونکي ۲۹ سلنه د سوریې وګړي او  او ۱۸ سلنه یې افغانان دي.انځور: Sean Gallup/Getty Images

آلمانۍ ورځپاڼې «ویلټ ام زونټاګ» د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې ادارې له خوا د خپرو شویو شمیرو په حواله خبر ورکړی، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په اروپا، ناروې او سویس کې ۴۹۹ زرو ۴۷۰ سوه د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه ثبت شوي دي.دغه شمیرې  د تېر کال د همدې مودې په پرتله دوه سلنه کموالی ښيي.

Symbolbild BAMF
انځور زموږ له آرشیفانځور: Getty Images/S. Gallup

په ورته وخت کې بیا په آلمان کې د پناه غوښتنې په شمیر کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی دی. د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په آلمان کې ۱۱۵ زرو ۶۸۲ سوه د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه ثبت شوي دي.دغو شمیرو پر ینسټ آلمان اوس هم د اروپايي اتحادیې په هیوادونو کې د پناه غوښتنې  ډیر غوښتنلیکونه ثبت کړي.

په آلمان کې تر ټولو زیات پناه غوښتونکي ۲۹ سلنه د سوریې وګړي او  او ۱۸ سلنه یې افغانان دي.دریمه ډله ډیر کډوال بیا ترکان دي چې ۱۰ سلنه جوړوي.

 د دغه رپوټ پر بنسټ  د سوریې او افغانستان پناه غوښتونکي اکثره په آلمان کې د پناه غوښتنه کوي.په دغو شمیر کې د سوریې د ګړو شمیر نیمایي ته رسیږي خو د افغانانو شمیر بیا ۴۸ سلنه دی.

آلمان کې وروستیو پیښو د افغانانو پر ژوند څه اغیز کړی؟