1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کولن مسجد کې په لوړ غږ د اذان دایمي اجازه ورکړل شوه

شبنم الکوزۍ د آلمان د خبري آژانس له موادو څخه
۱۴۰۳ آذر ۱, پنجشنبه

د آلمان د کولن ښار چارواکو تأیید کړې ده چې د دغه ښار په ستر جومات کې د لاوډ سپیکرونو له لارې د جمعې د لمانځه د اذان د نشرولو قرارداد له دوه کلنې آزمايښتي دورې وروسته په نامحدوده توګه غځول شوی دی.

https://p.dw.com/p/4nFsN
د کولن مسجد کې په لوړ غږ د اذان دایمي اجازه ورکړل شوه
د کولن مسجد کې په لوړ غږ د اذان دایمي اجازه ورکړل شوهانځور: Rolf Vennenbernd/dpa/picture alliance

په کولن ښار کې د ترکې – اسلامي ټولنې »دیتب« په مرکزي جومات کې د لاوډ سپیکرونو له لارې د اذان خپرول دوه کاله وړاندې د ازمایښتي پروژې په توګه پیل شوي و.

د کولن د ښاروالۍ د اعلامیې پر بنسټ، په دغه دوه کلنه موده کې، داسې شواهد شتون نلري چې دې جومات د توافق شويو شرایطو څخه سرغړونه کړې وي، نو قرارداد په دايمې توګه وغځول شي.

د آلمان په لویدیځ کې د کولن په ایرنفیلډ سیمه کې د ترکي اسلامي اتحادیې «دیتب » مرکزي جومات د ۲۰۲۲ کال له اکتوبر میاشتې راهیسې اجازه درلودله چې د جمعې د لمانځه لپاره اذان په لاوډسپیکر کې وشي.

د دې ازمایښتي پروژې پیل ډیر بحثونه راپارولې ول، ځکه چې د »دیتپ« اتحادیه د منتقدینو لخوا په آلمان کې د ترکیې د حکومت يو ابزار بلل کيږي.

د آلمان په اساسي قانون کې د مذهب آزادۍ ته په اشارې سره، د کولن ښاروالې، هنريته ریکر، په لومړي سر کې دا ازمایښتي پروژه د دوو کلونو لپاره پلې کړه او له مخې یې په کولن ښار کې اسلامي ټولنې پکې برخه اخیستلی شي.

شرایط څه دي؟

د دې ازمایښتي پروژې لپاره شرایط او محدودیتونه په پام کې نیول شوي چې اسلامي ټولنې یې باید تعقیب کړي. یو شرط دا دی چې د لمانځه اذان باید له پنځو دقیقو څخه زیات نه وي او غږ یې له ټاکل شوي حد څخه لوړ نه وي.

دغه جومات ته اجازه ورکول شوې چې د جمعې په ورځ د ماسپښین له ۱۲ بجو څخه تر ۳ بجو پورې یوازې یو ځل اذان خپور کړي. د کولن ښار د مرکزي جومات په تړاو دغه شرطونه لا هم له بدلون پرته پلي کيږي.

د کولن د ښاروالۍ په وینا، د دې پروژې په پیل کې د ښاریانو لخوا منفي غبرګونونو شتون درلود. د ښاروالۍ اعلامیه وايي چې په دې عکس العملونو کې یې یو محدود شمیر مثبت ول.

د کولن ښاروالۍ ویلي دي چې په لومړیو کې یې داسي بریښنالیکونه ترلاسه کول چې هغه کې به سپکې سپورې ویل شوې وې او حتی داسې قضیې هم شته چې جرمي عمل ګڼل کیدی شي. مګر د لومړیو دوو اونیو وروسته، د داسې لیکونو شمیر خورا کم شو.

د ښاروالۍ د معلوماتو پر بنسټ، د ترکیې اسلامي اتحادیه «ديتب» د کولن په ښار کې یوازینۍ اسلامي ټولنه ده چې په دې ازمایښتي پروژه کې یې برخه اخیستې.

 

شبنم الکوزۍ له دویچه ویلې سره په پښتو او دري ژبو د مولټي میدیا خبریالې په توګه کار کوي.@dwalokozai