1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيافرانسه

د کریسمس خوړو د ایربس شرکت سلګونه کارمندان ناروغه کړي

۱۴۰۲ دی ۳, یکشنبه

په فرانسه کې د ایربس اتلانتیک شرکت تر ۷۰۰ ډیر کارمندان وروسته له هغې د اسهال او زړه بدوالي په ناروغۍ اخته شول چې د دغه هیواد په شمال لویدیځ کې نانتس ښار ته نږدې یې د دغه شرکت په رستورانټ کې د ماښام خواړه وخوړل.

https://p.dw.com/p/4aXm1
Frankreich Airbus-Werk in Toulouse
په فرانسه کې د ایربس تولیدونکي کارخانې یو انځور انځور: Sebastien Lapeyrere/MAXPPP/picture-alliance/dpa

وروسته له هغې چې د ایربس اتلانتیک په سلکونو کارمندانو د کریسمس په مناسبت جوړو شوو مراسمو کې د ماښام ډوډۍ وخوړه، د خوړو د مسمومیت له کبله په ډله ایز ډول ناروغه شول.

نوموړي آژانس ویلي دي چې په دغو مراسمو کې د ګډون کوونکو تر ۷۰۰ ډیرو کسانو کې د «اسهال او استفراق یا زړه بدوالي» علایم لیدل شوي دي.

د فرانسې د روغتیا وزارت په نانتس ښار کې د دسمبر میاشتې د ۱۴ نیټې په ماښام د نوموړي شرکت د دفتر په رسټورانټ کې د دغو تیارو شوو خوړو د فهرست یا ډول په اړه څه نه دي ویلي. د روغتیایي مسولینو په وینا دوی دوه ورځې وروسته ناروغه شوي وو، خو په روغتون کې څوک بستر شوی نه دي.

د سیمه ایزو رسنیو په حواله کارمندانو ته د پوښتنو لیکونه استول شوي، څو هغوي یې په انلاین بڼه ځواب او خپل علایم په کې ولیکي.

په ټولنیزو شبکو کې یو شمیر کارمندانو اټکل کړی دی چې د «روکامادور» پنیر چې د بزې یا اوزې له شیدو څخه جوړیږي کیدای شي د دې ناروغۍ سبب شوی وي. په هر حال د دې ناروغۍ په اړه هیڅ ډول رسمي اطلاع نه ده ورکړل شوې.

سیمه ایزو رسنیو رپوټ ورکړی دی چې د شرکت رسټورانټ کې د عامو ورځو په پرتله ډیره ګڼه ګوڼه وه، ځکه کارکوونکو غوښتل د کریسمس له خوړو څخه خوند واخلي.

ایربس آتلانتیک د اروپايي هوانوردۍ شرکت ایربس یوه څانګه ده چې په پنځو هیوادونو کې ۱۵ زره کارمندان لري. د هوانوردۍ دغه شرکت بیا د ټولې نړۍ په کچه ۱۳۴ زره کارمندان لري.

آژانسونه: ش.ن/ خ.ح

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب