1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کاج پر ښوونیز مرکز د مرګوني برید یو کال وشو

۱۴۰۲ مهر ۹, یکشنبه

د کاج پر ښوونیز مرکز د خونړي برید د لومړۍ کلیزې په مناسبت د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) اعلان وکړ چې د قربانیانو له کورنیو سره ولاړ دي.

https://p.dw.com/p/4X1JM
د کاج پر ښوونیز مرکز د مرګوني برید یو کال وشو
د کاج پر ښوونیز مرکز د مرګوني برید یو کال وشوانځور: AFP

په دغه برید کې ۵۴ تنه ووژل شول او ۱۱۴ تنه نور ټپیان شول چې تر ډیره قربانیان ځوانې هزاره نجونې وې.

د هجري لمریز کال د میزان اتمه د کابل په لویدیځ کې د کاج پر ښوونیز مرکز د خونړي برید له لومړۍ کلیزې سره برابره ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) پر ایکس د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ټینګار کړی چې په افغانستان کې د دغه تاوتریخوالي او «نور بې مانا» تاوتریخوالي د قربانیانو او خپلوانو ترڅنګ ولاړ دی.

د یوناما د شمېرو پر بنسټ، په دغه برید کې ۵۴ کسان وژل شوي او ۱۱۴ نور ټپیان شوي، چې ډېری وژل شوي او ټپیان ځوانې هزاره نجونې او ښځې دي.

یوناما زیاته کړې، چې په افغانستان کې د څو لسیزو جګړو په ترڅ کې بې شمېره بریدونو خلکو ته نه جبرانېدونکې زیانونه اړولي، خو نه یې کورنیو ته حساب ورکول شوی او نه هم عدالت تامین شوی دی.

د یوناما د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي: "موږ د یوه داسې افغانستان لپاره غوښتنې ته دوام ورکوو چې هر څوک له وېرې پرته خپل ورځنی ژوند پرمخ ویسي او د تاوتریخوالي عاملین پکښې ځواب ویونکې واوسي."

تېر کال د همدې ورځې په سهار وختي بریدګرو پر دغه ښوونیز مرکز هغه مهال برید وکړ چې لسګونه زده کوونکي په یوه لوی ټولګي کې د کانکور ازموینې د تېرولو لپاره شتون درلود.

په افغانستان کې پر شعیه مذهبو خونړي بریدونو څوک کوي؟

د دغې چاودنې له ۵۳ قربانیانو څخه ۴۶ یې د ۱۶ او ۲۰ کلونو تر منځ ځوانې نجونې وې چې د خپلو زده کړو د دوام لپاره یې ډېرې هیلې لرلې.

دا پیښه د کابل په لویدځه هزاره میشتې سیمې که ترسره شول. ددې برید مسئولیت لا هم هیڅ یوې ډلې پر غاړه ندی اخیستی.

پر دغه ښوونیز مرکز برید د افغانستان په دننه او بهر کې توند غبرګونونه راوپارول او په ډېری هېوادونو کې د «د هزاره نسل وژنه بنده کړئ» تر سرلیک لاندې لاریونونه وشول. په افغانستان کې زده کوونکو نجونو او ښځو مظاهرې وکړې، خو دغه لاريونونه بیا د طالبانو له خوا شڼد شول.

هزاره ګان له لسیزو راهیسې په افغانستان کې ځورول کیږي. په افغانستان کې د طالبانو په لومړۍ واکمني کې چې د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلونو تر منځ وه، طالبان هغه وخت په دې تورن ول پر دغه توکمیزه ډله باندې بریدونه کوي. وروسته له هغه چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې طالبانو په افغانستان کې یوا وار بیا واک تر لاسه کړ، ورته تورونه سره مخ دي.