1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا طالبانو لخوا د داعش د طراح په وژلو کې نقش لرل رد کړل

۱۴۰۲ اردیبهشت ۷, پنجشنبه

امريکا وايي چې دوی له طالبانو له لوري د کابل هوایي ډګر مخې ته د ترسره شوي ځانمرګي برید د طراح په وژلو کې کوم نقش نه لري. د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې په دغه ځانمرګي برید کې ۱۷۰ افغانان او ۱۳ امریکايي ځواکونه وژل شوي ول.

https://p.dw.com/p/4QcFm
د سپينې ماڼۍ ویاند جان کربي
د سپينې ماڼۍ ویاند جان کربيانځور: John Kirby/REUTERS

سپېنې ماڼۍ د چهارشنبې په ورځ وويل چې امريکا متحده ایالات د طالبانو له خوا د داعش د هغه غړي په وژلو کې نقش نه لري، کوم چې د ۲۰۲۱م کال په اګست کې ېې د کابل هوايي ډګر مخې ته خونړی ځان وژنکی برید طراحي کړی وو.

امریکايي چارواکو د سه شنبې په ورځ ناوخته وويل چې وژل شوی طراح په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې غړی وو، چې د «طالبانو په عملیاتو» کې وژل شوی، خو د هغه نوم، د عملیاتو نېټه او په دې هکله نور معلومات ېې ورنه کړل.

ورته بل مطلب ولولئ: امریکا: طالبانو د ۲۰۲۱ کال د کابل پر هوایي ډګر د برید اصلي طراح وواژه

دغه برید د کابل هوايي ډګر د ېوې دروازې ترڅنګ د خلکو په ګڼه ګوڼه کې شوی وو چې په ترڅ کې ېې ۱۷۰ افغانان او ۱۳ امریکايي سرتيري چې امنيت یې ساته، ووژل شول. دا هغه وخت وو چې طالبان تر شل کلنې جګړې ووروسته تازه پر کابل بیا واکمن شوي ول، وروستي امریکايي عسکر له افغانستانه د وتلو په حال کې ول او د هوايي ډګر اطرافو ته په زرونو خلک بهر ته د وتلو په موخه راټول شوي ول. 

د سپينې ماڼۍ ویاند کربي، وويل چې امريکايي چارواکي د بریدګر له مرګ او د هغه له هویت څخه واقف دي، اما وې نه ويل چې څنګه. هغه خبریالانو ته وويل: «موږ له دې موضوع سره کوم ارتباط نه درلود.» کربې رد کړه چې ګڼې واشنګټن دې طالبانو ته د داعشي طراح د وژلو عملیاتو د ترسره کولو له پاره په مستقیم يا غیر مستقیم ډول معلومات یا نور امکانات برابر کړي وي.

ورته بل مطلب ولولئ: د آلمان د استخباراتو رئيس په افغانستان کي د داعش د فعاليت په اړه اندېښنه لري

کربي ډاډ څرګند کړ او وې ويل: «په دې کې نور د شک ځای نه دی پاتې، هغه نور نه شي کولی پلانونه طرحه او بریدونه پلان کړي چې دا يوه ښه خبره ده.» د فرانسې خبري آژانس چې دغه رپوټ ېې ورکړی وايي چې طالبانو هم د دغو عملیاتو په هکله څه نه دي ويلي.

امریکا متحده ایالات له ۲۰۲۱م کال راهیسې چې طالبان پر افغانستان بیا واکمن شوي، له دغې ډلې سره یې په کمه کچه مستقیم ارتباط ساتلی، خو په دغه هیواد کې ډيپلوماټيک حضور نه لري.

ورته بل مطلب ولولئ: طالبان: امريکايي چارواکي د داعشيانو شمېر کې مبالغه کوي

امريکايي ځواکونو د ۲۰۲۲م کال د جولای په ۳۱مه له افغانستانه بهر د یو توغول شوي توغندي په ذریعه د کابل ښار په یوه اپارتمان کې د القاعده شبکې مشر، ایمن الظواهري، په نخښه او له منځه ېې وې وړ.

زموږ له آرشيف څخه یو انځوریز البوم هم کتلی شئ:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل