1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستهندوستان

د چين پولې ته څېرمه د هند او امريکا ګډ پوځي تمرينونه

۱۴۰۱ آذر ۸, سه‌شنبه

امريکايي او هندي ځواکونو له چين سره لانجمن سرحد ته څيرمه په يخه غرنۍ سيمه کې ګډ پوځي تمرینونه ترسره کړل. دا مانورې په داسې حال کې شوي چې هند او چين د دغه سرحدي لانجې په ترڅ کې د ترنګلتياو د راکمولو هڅې کوي.

https://p.dw.com/p/4KFKq
آرشيف انځور: هندي عسکر
آرشيف انځور: هندي عسکرانځور: picture-alliance/AA/F. Khan

د سه شنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال د نوامبر ۲۹) د ترسره شويو دغو تمرينونو په ترڅ کې د بې وسلې جګړې د مهارتونو د تمرين پر وخت هندي عسکرو ځانونه له څرخي الوتکې واچول څو له يوه کوره وسله وال راوباسي.

همدا شان د بوی په حس د چاوديدونکو توکو موندونکي سپيو او بمونو بې چلوونکي خنثی کوونکي نقليه وسيلو تمرينونه او د کوچنيو روزل شويو ګوډي پرانونو په مرسته د دښمن د کوچنیو بې پيلوټه الوتکې د تخريبولو تمرينونه هم ترسره شول.

د هند د پوځ ډګرمن پنکج ويرما وويل: «په ټوله کې دا د زده کړو يوه ستره تجربه ده. د دواړو پوځونو ترمنځ تجربې په ښه شان سره شريکې شوې.»

دا کلني پوځي تمرینونه د اتراګند شمالي ایالت په اولی سيمه کې ترسره شول. د هند د دفاع وزير ويلي ول چې دا پوځي تمرينونه به په کنډ و کپر سيمو او غير مناسبه هوا کې پر څارنه، په غرنۍ سيمه کې  پر جګړه ایزو مهارتونو، د زخميانو پر انتقالونو او جګړې پر وخت پر طبي مرستو تمرکز وکړي.

هند او چين له لانجمنې سرحدي سیمې خپل عسکر ايستلي

هغه زياته کړې وه چې په تمرينونو کې د بشري کومک، بېړنۍ مرستې او د سولې ساتلو په تړاو عمليات هم شامل دي.

د «يودهه آبياس» په نوم دا تمرينونه چې د ۲۰۰۰م کال راهېسې دوام لري، کله په هند او کله هم په امريکا متحده ایالاتو کې ترسره کیږي. تېر کال دا مانورې په الاسکا کې ترسره شوې.

په دې وروستیو کلونو کې دا تمرينونه د هند د شمال په نورو برخو کې ترسره کيدل خو سږ کال دا د هند او چين ترمنځ د لاين آف کنترول يا د کنترول له کرښې سره په سل کیلومترۍ کې ترسره شول. دغه لانجمن سرحد د هند او چين تر کنرول لاندې سیمې سره جلا کوي.

په ۱۹۶۲م کال کې هند او چين د همدې سرحد په اوږدو کې يوه جګړه هم کړې وه. په دې ترڅ کې تازه لانجه د ۲۰۲۰م کال په جون مياشت کې هغه وخت راپورته شوه کله چې په لداخ سيمه کې د نښتو په ترڅ کې شل هندي او څلور چينايي عسکر ووژل شول.

امريکا له چين سره د سيالۍ په موخه د هند دفاعي وړتياو ته وده ورکوي

دا نښته د دې باعث شوه دواړو هېوادونو په زرونه عسکر چې توپخانه، ټانکونه او جنګي الوتکې هم ورسره مل دي، د کنترول په اصطلاح اصلي کرښه ځای پر ځای کړل. له ځينو حساسو سيمو څخه چينايي او هندي عسکر بيرته وتلي دي، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ ترنګلتياوې لا پاته دي.

د امريکا او هند ترمنځ دا تازه پوځي تمرينونه د دواړو هيوادونو ترمنځ د پوځي اړيکو پياوړي کيدل هم منعکسوي. دې هيوادونو په دوامداره توګه خپلې پوځې اړیکي پراخې کړي او پوځي همکارۍ یې ژورې کړي دي. په دې وروستیو کلونو کې یې اړيکي د چين د مقابلې له پاره د شريکو ګټو په انګیزه پر مخ تللي دي.

ب. ص/ ن. ز (AP)

زموږ له آرشيف څخه: