1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياافغانستان

د ښځینه ډاکټرانو نشتون؛ د پکتیکا ۲۲ ولسوالۍ ډاکټرانې نه لري

۱۴۰۲ شهریور ۲۳, پنجشنبه

د پکتیکا یو شمېر اوسېدونکي له ډېرو کلونو راهیسې دغلته روغتیايي چارې ټکنۍ بولي او وايي، د ښځينه ډاکټرانو نشتوالي، د کلينکونو غير معيارپتوب او د درملو کمبود ځايي ناروغان له کړاونو سره مخامخ کړي ‌دي.

https://p.dw.com/p/4WGky
Afghanistan Taliban schränken Frauenrechte immer weiter ein
انځور: Bilal Guler/AA/picture alliance

د پکتيکا ولايت د يوه اوسېدونکی جاوید الرحمن، په وینا په لرو پرتو ولسوالیو کې د ښځينه ډاکټرانو نه‌ شتون له امله مېرمنې مجبوريږي چې د ناروغيو پر مهال نارینه ډاکټرانو ته د درمنلې لپاره نه ورشي.

نوموړی وايي: »په ولسوالیو کې متحصصې ډاکټرانې خو اصلا شته نه، حتی مرکزي روغتون کې هم کمې دي، معیاري درمل هم نه شته، يعني د درملو ډېر زیات مشکل دی او په ولسوالیو کې خو هیڅ سم ډاکټر نشته.»

جاویدالرحمن هيله لري چې، د عامې روغتیا وزارت دې ولایت مرکزي روغتون او د ولسوالیو کلینکونو ته ډاکټران ور ولېږي څو خلک روغتيايي خدماتو ته لاس رسی ولري.

په پکتیکا کې ټولنیز فعال رحمت الله نوید، بیا وايي، تېر ۲۱ کلونه پکتیکا کې د روغتیا برخې ته هغه ډول پاملرنه نه‌ ده شوې لکه د ده په ټکو چې نورو ولایتونو ته کېدله.

نويد وايي: «دا يو ستر ولايت دی، د کلیو لارې يې خرابې دي او په ځايي کلینیکونو کې ښځينه ډاکټرانې نشته. د لارو د خرابوالي له امله خلک د یوه عادي مرض د درملنې لپاره ساعتونه ساعتونه مزل کوي څو يې مرکز ته راوړي. خو دلته په ښرنه کې هم د ښځينه ډاکټرانو کمبود دی.»

هغه وايي، د پکتیکا په ډېرو ولسوالیو کې کلینیکونه معیاري نه دي جوړ او د ده په خبره ځینو کلینیکونو کې له مکتب فارغ شوي کسان د ډاکټرانو په نوم کار کوي. خو د نوموړي دا وروستۍ ادعا تر اوسه رسمي سرچینو نه ده تایید کړې.

د پکتیکا یو شمېر اوسېدونکي له ډېرو کلونو راهیسې دغلته روغتیايي چارې ټکنۍ بولي او د ښځينه ډاکټرانو له نشتوالي سرټکوي.
د پکتیکا یو شمېر اوسېدونکي له ډېرو کلونو راهیسې دغلته روغتیايي چارې ټکنۍ بولي او د ښځينه ډاکټرانو له نشتوالي سرټکوي. انځور: Ali Khara/REUTERS

په پکتیکا کې خپلواک خبریال محمد یوسف حنیف وايي، چې د دې ولايت په ځايي کلینیکونو کې د ښځينه ډاکټرانو د نشتوالي له امله ډېر کله مېرمنې د زیږون پر مهال ژوند له لاسه ورکوي يا يې ماشوم مرکزي روغتون ته په لاره کې ضايع کېږي.

نوموړي وايي: «پکتیکا د ۲۴ ولسواليو له ډلې يوازې اورګون او خیرکوټ یوه یوه ام ډي ډاکټره لري او په پاتې نورو ولسواليو کې یوه ډاکټره هم نه شته.»

ياد خبریال وايي، د پکتیکا د لرو پرتو سیمو خلک د اقتصادي ستونزو له امله هم نشي کولی مرکزي روغتون ته د درملنې لپاره ولاړ شي.

په پکتیکا د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالله جان حقمل وايي: «موږ په مرکز کې دوه متحصصې ډاکټرانې او پنځه نرسانې، په اورګون کې يوه ام ډي ډاکټره او نرسانې او په خیرکوټ کې هم د نرسانو په ګډون يوه ام ډي ډاکټره لرو.»

حقمل وايي چې، په پاتې ټولو ولسواليو کې قابلې او نرسانې شته دي چې ځايي خلکو ته روغتیايي خدمات وړاندې کوي.

نوموړي د روغتيايي خدماتو په برخه کې پر پخواني حکومت هم نیوکه لري: «پخواني حکومت ډېر امکان لرل، کولای يې شول چې صحي پرسونل زیات کړي. ځینې کلینیکونه معیاري نه دي حتی په عادي د خټو په کور کې فعالیت لري.»

خو د جمهوري حکومت پر مهال، د عامې روغتیا وزارت مشاور ډاکټر باز محمد شیرزاد دا ادعا ردوي او وايي: «دا چې اوسني چارواکي وايي، هغه مهال پکتیکا ته د روغتیا په برخه ته توجه نه ده شوې دا خبره یې ناسمه ده. مرکزي روغتون يې رغول شوی، په ټولو ولسوالیو کې کلینیکونه ایجاد شوي. دا چې وايي، موږ کار نه دی کړی، دوی ته دې الله همت وکړي چې اوس لا ښه کار وکړي څو بیا يې له پخوانیو روغتیايي خدماتو سره مقایسه کړو.»

شېرزاد د پکتیکا په لرو پرتو ولسوالیو کې د ښځينه ډاکټرانو د نشتوالي مسلې ته په اشارې وايي، د ولسوالیو په کلینکینو کې د ښځينه ډاکټرانو ګمارنه خپلې ستونزې لري، يا خو ښځينه ډاکټرانې امکاناتو ته په کتو هلته نه ورځي او يا يې کورنۍ اجازه نه ورکوي.

ز.ف / خ.ح / ب.ص

DW Academy - Disclaimer - PAS
انځور: DW Akademie