1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيپاکستان

د پاکستان پوځ: په بمي برید کې مو اووه سرتيري وژل شوي

۱۴۰۳ خرداد ۲۱, دوشنبه

د پاکستان پوځ وايي چې د سړک غاړی ماین په چاودنه کې ېې ۷ سرتيري وژل شوي دي. خبري آژانسونو د يکشنبې په ورځ ناوخته د پاکستان د پوځ له قوله وويل چې دغه چاودنه د خيبر پښتونخوا ایالت په لکي مروت سیمه کې شوې.

https://p.dw.com/p/4gr2q
د آرشیف انځور - د پاکستان پوځ وايي چې د جون په نهمه د خیبر پښتونخوا په لکي مروت علاقه کې د سړک غاړی ماین په چاودنه کې ېې ۷ سرتيري وژل شوي دي
د آرشیف انځور - د پاکستان پوځ وايي چې د جون په نهمه د خیبر پښتونخوا په لکي مروت علاقه کې د سړک غاړی ماین په چاودنه کې ېې ۷ سرتيري وژل شوي ديانځور: Abdul Majeed/AFP

د فرانسې خبري آژآنس د پاکستان پوځ د یوې اعلامیې په حواله ویلي چې پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې د پوځیانو یو موټر په لکي مروت کې «په لاس جوړ یو بم» باندې وخوت. اعلامیه زیاتوي چې په وژل شوو کې د پوځ یو افسر او شپږ سرتيري شامل دي.

په لکي مروت کې د پولیسو یو لوړ رتبه افسر یاد آژانس ته وويل چې په «چاودنه کې موټر په بشپړه توګه له منځه تللي دی».

دغه افسر د نوم د نه ښوولو په شرط وويل چې «دوی معلومات ترلاسه کړل چې پر موټر باندې تر چاودنې وروسته ډزې شوې دي».

د پاکستان د خیبر پښتونخوا غرنۍ سیمه چې افغانستان پولې ته نژدې پرته ده، له کلونو راهیسې د پاکستاني طالبانو په ګډون د اورپکو پټنځای ګڼل کيږي چې د پاکستان حکومت خلاف جنګیږي.

د پولیسو افسر وويل چې لکي مروت په سیمه کې د تروریزم له کبله تر ټولو ډېره زیانمنه شوې علاقه ده.

د دغې بمي حملې مسئولیت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستي، خو په سيمه کې تر ټولو فعاله وسله واله ډله تحریک طالبان پاکستان(TTP)  ده چې د پاکستاني طالبانو په نوم هم یادیږي.

(AFP) mks/ms

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل