1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان نفوس ۲۵۰ ميليونو ته ورسېد

۱۴۰۲ مرداد ۱۵, یکشنبه

د پاکستان نفوس يا جمعيت ۲۵۰ ميليونو تنو ته رسېدلی. دغه خبره له وروستۍ سرشمېرنې څرګنديږي چې له مخې يې د وګړو شمېر په يوازې تېرو شپږو کلونو کې ۳۵ ميليونه تنه زيات شوی دی.

https://p.dw.com/p/4UpbT
د آرشیف انځور - د پاکستان ګوجرانواله ښار د ۲۰۲۱م کال مارچ میاشت
د آرشیف انځور - د پاکستان ګوجرانواله ښار د ۲۰۲۱م کال مارچ میاشتانځور: PPI/Zuma/picture alliance

د پاکستان لومړي وزير شهباز شریف وويل چې په کال کې د وګړو ۲،۵ سلنه زياتوالی له افلاس سره مخامخ دغه هېواد ته »ستره ننګونه« ده. د هغه په خبره »د پاکستان د وګړو وده د پاکستان د اقتصادي ودې په پرتله زياته ده.«

د دغه هېواد لومړۍ ديجيتالي سرشمېرنه د پاکستان د احصايو د دفتر له خوا د ۲۰۲۳م کال د می په مياشت کې ترسره شوه. شريف وويل چې د نومبر په نيمايي کې ترسره کېدونکي انتخابات به د تازه او نوې سرشمېرنې په اساس وشي چې له مخې به يې ټاکنيزې حوزې هم وېشل کيږي. داسې ګنګوسې موجودې وې چې دغه ټاکنې ښايي وځنډيږي که د سرشمېرنې پايلې په وخت ونه منل شي يا دا چې په انتخاباتي حوزو کې تغييرات په سم وخت پلي نه شي.

پاکستان په اړه نور ولولئ: د عمران خان د غوښتنې سربېره د هغه پلويانو مظاهرې نه دي کړي

د شريف د دفتر په حواله څلور واړه صوبه يي يا آيالتي وزيرانو او د ائيتلافي ګوندونو استازو د سرشمېرنې پايله اوس منلې ده. د متحده قومي خوځښت په نوم ګوند تر دې مخکې ويلي ول چې سرشمېرنې د هغوی د اصلي رايه ورکوونکو شمېر کم بللی دی چې ډېری دغه کسان په بندري ستر ښار کراچۍ کې مېشت دي.

ټاکل شوې چې د پاکستان د استازو جرګه به يو څو ورځې وروسته منحل شي چې موقتي يا منځمهالی حکومت به یې بيا واګي ترلاسه کړي. په دغه هېواد کې چې د توکميزو يا اتنيکي ډلو له مخې سره وېشل شوی، د وګړو شمېرنه يوه حساسه سياسي موضوع ده چې د قدرت او د سرچينو د وېش په اړه ادعاوو ته تغيير ورکولی شي.

پاکستان په اړه نور ولولئ: پاکستان کې د اورګاډي ټکر شوی، لږ تر لږه ۱۵ تنه مړه دي

نړيوال بانک په اپريل مياشت کې ويلي چې د پاکستان ۳۷ سلنه خلک په بېوزلۍ او غربت کې ژوند کوي چې د ورځې له څلورو ډالرو لږ عايد لري. د سواد د ټيټې کچې او روغتيايي خدماتو د کمزورۍ علاوه د اقليمي بدلون ګواښ هم اضافه کيږي چې د سويلي آسيا دغه سيمه د څېړونکو په خبره تر ټولو زياته د ګرمۍ د څپو او سختو موسمي بارانونو له کبله ګواښل شوې ده.

اي اف پي/ن.ص./