1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د پاکستان له زندانونو ۱۲۰ افغانان ازاد شوي»

امید دیدار
۱۴۰۲ شهریور ۲۴, جمعه

د طالبانو ادارې د کډوالو وزارت خبر ورکړی، چې د تېرو پنځو ورځو په جریان کې د پاکستان له زندانونو له ۱۲۰ ډېر افغانان ازاد شوي دي.

https://p.dw.com/p/4WMqh
Pakistan Afghainistan Grenzgebiet
انځور: Abdul Ghani Kakar/DW

دغې وزارت پر ایکس خواله رسنۍ کې پر خپلې پاڼې کوېټه کې د کډوالو وزارت د اتشې د مالوماتو پر بنسټ لیکلي، چې تېرو اوو ورځو کې د پاکستان امنیتي ادارو د هغه هېواد بېلابېلو سیمو کې له ۵۰۰ ډېر اسناد لرونکي او بې اسناده افغانان نیولي او بندیان کړي دي.

د وزارت په خبرپاڼې کې راغلي، چې کوېټه کې د کډوالو وزارت په هڅو له دغې ډلې ۱۲۰ کسان ازاد شوي او د نورو د خلاصون هڅې هم روانې دي.

د پاکستان کراچۍ کې د بشري حقونو فعالې او د نیول شویو افغان کډوالو مدافع وکیلې منیزه کاکړ دویچه ویله ته وویل، چې د پاکستان حکومت کراچۍ کې د روانې سپټمبر میاشتې له ۹ تر ۱۴ نېټې ۵۴۵ افغان کډوال نیول شوي دي. نوموړې وايي، دا ځل د پاکستان امنیتي ادارو هغه کسان هم نیولي، چې قانوني اسناد ورسره دي.

د کویټې او سپین بولدک تر منځ لار
د کویټې او سپین بولدک تر منځ لارانځور: Abdul Ghani Kakar/DW

نوموړې وویل، په دې ورځو کې له سلو ډېر افغانان د پاکستان له زندانونو ازاد شوي او د نورو د خلاصون هڅې هم روانې دي. د رسنیو د رپوټونو پر بنسټ، د پاکستان حکومت ویلي، هغه افغان کډوال به ونیسي، چې په ناقانونه ډول دغه هېواد ته تللي او هلته د پاتې کېدو هڅه کوي.

پاکستان کې د افغانانو نیول او زنداني کول له پخوا روان دي؛ خو پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو او تازه د تورخم دروازې د تړلو وروسته دغو نیونو او زنداني کولو زور اخستی.