1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستترکیه

د ولسمشر اردوغان برخليک به د ټاکنو په دویم پړاو کې روښانه شي

۱۴۰۲ اردیبهشت ۲۵, دوشنبه

که د ترکيې په انتخاباتو کې اوسنی ولسمشر، رجب طیب اردوغان ۵۰ سلنه راېې ترلاسه نه کړای شوې، نو د دې امکان شته چې انتخابات دوهم پړاو ته ولاړ شي چې د می په ۲۸مه به وي. د اردوغان رقیب کمال قلیچدار اوغلو ۴۴،۹ فیصده راېې ګټلي.

https://p.dw.com/p/4RM3q
۶۹ کلن اردوغان په انقره کې خپلو پلویانو ته په وینا کې وويل چې هغه اوس یعنې په لومړي پړاو کې هم دغه انتخابات ګټلی شي خو که دوهم پړاو ته لاړې شي هم ېې مني
۶۹ کلن اردوغان په انقره کې خپلو پلویانو ته په وینا کې وويل چې هغه اوس یعنې په لومړي پړاو کې هم دغه انتخابات ګټلی شي خو که دوهم پړاو ته لاړې شي هم ېې منيانځور: Metin Aktas/AA/picture alliance

د ترکيې د دولتي رسنيو پر اساس، د څه باندې ۹۷ سلنه رايو تر شمېرنې وروسته، ولسمشر رجب طیب اردوغان، ۴۹ اعشاريه ۳ سلنه او رقیب ېې کمال قليچدار اوغلو ۴۴ اعشاريه ۹ سلنه راېې ګټلي دي. په دریم مقام کې د ولسمشرۍ څوکۍ ته بل نوماند سنان اوان دی چې څه باندې ۵ سلنه راېې يې ترلاسه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې واکمن ډيموکراټ اتحاد د ترکيې د پارلمان له ۶۰۰ څوکيو څخه ۳۲۳ يې ګټلي دي، خو د ولسمشرۍ څوکۍ د ګټلو له پاره له ۵۰ سلنې څخه د ډېرو رایو ترلاسه کولو ته اړتيا لري.

۶۹ کلن اردوغان په انقره کې خپلو پلویانو ته په وینا کې وويل چې هغه اوس یعنې په لومړي پړاو کې هم دغه انتخابات ګټلی شي، خو که چېرته ېې ۵۰ سلنه راېې ترلاسه نه کړې په هغه صورت کې د ولس فیصلې ته درناوی کوي او تیار دی چې د انتخابات دوهم پړاو ته ولاړ شي.

ورته مطلب:د ترکیې برخلیک ټاکونکې ورځ؛ د رای ورکولو بهیر پیل شو

اردوغان چې په تېرو شلو کلونو کې ېې په پرله پسې برياوې ترلاسه کړي دي، ټینګار وکړ چې هغه په اوسني انتخاباتو کې هم مخکښ دی، خو «که زموږ ولس دا فیصله وکړه چې انتخابات دې دوهم پړاو ته ولاړ شي، نو د هغې فیصلې به هم هرکلی کوي.»

اردوغان دغه وینا په داسې وخت کې چې د رايو د شمېرنې پروسه نور ختمېدو ته ورنژدې شوې ده. خو د غيردولتي نتایجو له مخې د هغه رايي د حکومت جوړونې له پاره له مطلوب شمير يعنې ۵۰ سلنې څخه لږ دي. له دې ښکاري چې د ترکيې انتخابات ممکن دوهم پړاو ته ولاړ شي چې د می په ۲۸مه به وي.

بل لور ته د اردوغان رقیب، ۷۴ کلن کمال قلیچدار اوغلو بیا ويلي دي چې اردوغان نور په ولس کې خپل اعتماد له لاسه ورکړی او ولس اوس بدلون غواړي. هغه وویل: «موږ په دوهم پړاو کې په یقین سره بریالي کیږو او هیواد ته به جمهوریت راوړو.» قلیچدار اولو د شپږو ګوندو د اتحاد نوماند دی.

د ترکېې ولسمشرۍ انتخاباتو ته ولاړ نوماند او د اوسني ولسمشر اردوغان رقیب، ۷۴ کلن کمال قلیچدار اوغلو
د ترکېې ولسمشرۍ انتخاباتو ته ولاړ نوماند او د اوسني ولسمشر اردوغان رقیب، ۷۴ کلن کمال قلیچدار اوغلوانځور: ADEM ALTAN/AFP

ورته مطلب:«آلمان کې مېشتو ډېری ترکانو ښايي اردوغان ته خپله رايه ورکړې وي»

قليچدار اوغلو همدارنګه په انتخاباتو کې د درغلیو او پر حکومتي خبري آژانس، آنادولو، د تعصب تور لګولی، خو د اردوغان د ګوند ویاند، عمر چیلک بیا هغه رد کړي او پر انادولو باندې یې د مخالف ګوندونو تور غیر مسئولانه بللی دي. د ترکيې د انتخاباتو کمیسیون چارواکو ويلي دي چې په انتخاباتو کې د ټولو ګډون لرونکو ګوندونو له پاره شیبه په شيبه معلومات وړاندې کوي او د رايي شمېرنې بهیر له بشپړېدو سره سم به عمومي نتایج اعلان کړي.

په پارلماني انتخاباتو کې د اردوغان اې کې ګوند تر اوسه ۵۰ سلنې څخه ډېرې څوکۍ ګټلي دي په داسې حال کې چې د قلیچدار اولو اتحاد بیا ۳۵ سلنه راېې ترلاسه کړي دي.

د چارو شنونکي وايي چې روان انتخابات د اردوغان د شل کلنۍ واکمنۍ په جریان کې تر ټولو سخت انتخابات دي. خو دغه انتخابات د نوې ترکيې په ۱۰۰ کلن تاريځ کې تر ټولو مهم انتخابات هم ښودل شوي دي. د دغو انتخاباتو پايلې نه یوازې د اردوغان واکمنۍ ته په احتمال سره د پای ټکی کېښودلی شي، بلکې د هغه په حکومت کې د مخ په ډېريدونکي توګه استبدادي اقداماتو مخه هم ورسره نيول کيدی شي. خو که چېرته روان انتخابات هم اردوغان وګټي، په هغه صورت کې د هغه واکمني درېمې لسېزې ته هم ورداخلیدلی شي.

ورته مطلب:ترکیې په روان کال کې ۳زره افغانان له خپل هېواده ایستلي

د روانو انتخاباتو پاېلې د ترکيې له پاره چې د ناټو غړی او ۸۵ میلیونه نفوس لري، له دې له پاره هم مهمې دي چې په دغه هیواد کې به د راتلونکې حکومت سیاستونه او طرزالعمل څنګه وي او تر څنګ به ېې بهرنۍ پالیسي هم مشخصه شي. دا وخت په ترکيه کې ټولنیز مشکلات ډیر او د ژوندانه لګښتونه لوړ شوي دي.

دویچه ویله ا/م.ک.ص./ب.ص.

یو انځوریز البوم: