1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

د وسلوالو په حمله کې د پاکستاني پولیسو دوه افسران وژل شوي

۱۴۰۱ بهمن ۲, یکشنبه

پاکستاني چارواکي وايي چې وسلوالو د خیبر پښتونخوا ایالت په چارسده کې د پولیسو د تلاشۍ پر یوه پوسته برید کي د پولیسو دوه افسران وژلي او یو بل يې ټپي کړی دی.

https://p.dw.com/p/4MY1w
د آرشیف انځور - پاکستاني پولیس د پاکستان د خيبر پښتونخوا ایالت په بنو سیمه کې
د آرشیف انځور - پاکستاني پولیس د پاکستان د خيبر پښتونخوا ایالت په بنو سیمه کې انځور: Muhammad Hasib/AP Photo/picture alliance

د پولیسو ځايي چارواکي، طارق خان وويل چې دغه حمله د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ ۲۱نېټه) د چارسدې ولسوالۍ اړوند په زرداد دهري سیمه کې شوې ده. هغه زیاتوي چې وسلوال د پولیسو پر درو افسرانو تر حملې وروسته تښتيدلي دي.

خان وويل چې د پولیسو دوه افسرانو روغتون ته تر رسولو مخکې ساه ورکړه او دریم ېې تر درملنې لاندې دی.

پېښور: د وسله والو په برید کې د پولیسو درې افسران وژل شوي

تر دې درې ورځې مخکې ورته یوه وسلواله حمله په خیبر ولسوالۍ کې هم شوې وه چې په کې د پولیسو درې افسران ووژل او دوه نور ټپیان شول.

څو ورځې مخکې د پاکستان د کورنیو چارو وزير، رانا ثناءالله په اسلام کې د خيبر پښتونخوا پر امنيتي چارواکو نیوکه وکړه چې د اورپکو د حملو په مقابل کې پاتې راغلي دي. هغه ایالتي چارواکي پر دې تورن کړل چې له تيرو حملو څخه عبرت نه اخلي.

پاکستاني طالبانو پر پوليسو د بريد مسئوليت منلی دی

اسوشتید پریس خبري آژانس له پېښوره لیکي چې د شنبې ورځې حملې مسئولیت چا په غاړه نه دی اخیستی، خو زیاتوي چې د خيبر ولسوالۍ حملې مسئوليت تحریک طالبان پاکستان (TTP) ډلې چې پاکستاني طالبان هم ورته ویل کيږي، منلی دی.  تر دې مخکې د ورته اکثرو نورو حملو مسئوليت هم دغې ډلې منلی دی.

پاکستاني طالبان له افغان طالبانو جلا ډله ده. دغې ډلې په وروستيو کې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې چې دواړه افغانستان سره ګډې پولي لري، خپل بریدونه ډير کړي دي.

(AP)mks/aa

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم: