1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هند او طالبانو ترمنځ اړیکې، پاکستان ته څه پيغام لري؟

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۱ خرداد ۱۳, جمعه

کابل ته تللي هندي پلاوي له طالبانو سره پر دېپلوماتیکو او اقتصادي اړیکو خبرې کړې دي. رپوټونه وايي چې طالبانو له هند څخه په کابل کې د سفارت پرانېستلو غوښتنه کړې.

https://p.dw.com/p/4CG9F
Russland Moskau Afghanistan-Gespräche Mullah Baradar Taliban
آرشیف انځورانځور: picture-alliance/AA/S. Karacan

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې کابل ته د هندي پلاوي په سفر کې دواړو اړخو هوکړه کړې چې د افغانستان او هند ترمنځ به تګ راتګ ډېریږي.

د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي چې هندي پلاوي د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي سره کتلي: «محترم ستانکزي صيب په خپل وار هندي لوري ته ډاډ ورکړ چې له هندوستان سره د افغانستان اړيکې به د متقابل احترام او ګډو دوه اړخيزو مشروع ګټو په رڼا کې پر مخ ځي او د نورو هيوادونو له خپلمنځي سياليو او شخړو څخه به نه اغېزمنيږي.»

دغه راز په رپوټونو کې راغلي چې طالبانو په کابل کې د هند سفارت د بیا پرانېستو غوښتنه کړې.

د طالبانو او هند پخوانۍ پټې اړیکې

سره له دې چې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته په لومړي ځل هندي پلاوي کابل ته سفر وکړ، خو یو شمېر کتونکي وايي، هند او طالبانو پخوا هم د پردې تر شا اړیکې پاللې.

Afghanistan Salma Hydroelectric Staudamm in Herat
آرشیف انځورانځور: Getty Images/AFP/A. Karim

په اسلام آباد کې پاکستاني خبریال طاهر خان دویچه ویله ته وویل:«د طالبانو او هند ترمنځ مخکې هم غونډې شوې دي، تېر کال په قطر کې غونډه وشوه او شیرمحمد عباس ستانکزی په قطر کې د هند سفارت ته ورغلی و، د هندي رسنیو داسې رپوټونه هم شته چې په متحده عربي اماراتو کې د هغوی ترمنځ پټې رابطې وې.» 

دا څرګندونې داسې مهال دي چې د طالبانو دفاع وزیر ملا محمد یعقوب له یوه هندي ټلویزوني چاینل سره په مرکه کې ویلي دي چې له هند سره تر دېپلوماتیکو اړیکو وروسته پر پوځي همکاریو هم فکر کوي.

Afghanistan Indien Staudamm Projekt
آرشیف انځورانځور: Getty Images/A.Karimi

له دې پرته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او یوشمېر نورو طالب مشرانو هم له هندي رسنیو سره مرکې کړي.

ځيني کارپوهان په دې نظر دي چې په دې وروستيو کې د ځينو طالب مشرانو او پاکستان ترمنځ بې باوري رامنځته شوې او غواړي چې له هند سره په اړیکو سره پاکستان ته یو پيغام ورسوي.

پاکستانی خبريال طاهر خان وايي: «ملا یعقوب چې کومه خبره کوله چې موږ له هندوستان سره دفاعي اړیکو ته هم تیار یو زما نظر دادی چې د هغه او پاکستان ترمنځ بې باوري ده، ممکن دی چې په دې سره یې پاکستان ته هم پيغام ورکول غوښتل.»

دغه پاکستانی خبریال زیاتوي چې له بلې خوا هندوستان هم نه غواړي چې افغانستان دې پاکستان ته په همدې ډول پریږدي.

هاخوا یوشمېر افغان شنونکي په دې باور دي چې په سیمه کې انډولیز بهرنی سیاست د طالبانو د اوسني رژیم په ګټه دی.

Eröffnung von Salma Wasserkraftwerk Afghanistan Besuch Narendra Modi
آرشیف انځورانځور: DW/A.Mutmaien

په کابل کې سیاسي شنونکي حبیب الله جانبدار د طالبانو پر حکومت غږ کوي چې له هند سره خپلې اړیکې پراخې کړي: «تاسو ته مالومه ده چې پخوا دوی افغانستان ته په ټنونو غنم هم راولېږل نورې مرستې یې هم وکړې او د دې په ادامه به هندوستان په کابل کې خپل سفارت هم پرانیزي.»

طالبانو کابل ته د هندي پلاوي د سفر پرمهال له هغه هيواده غوښتي چې د خپلو درول شویو پروژو چارې له سره پيل کړي.

د هند حکومت تراوسه له طالبانو سره د خپلو اړیکو د څرنګوالي بشپړ جزیات نه دي ورکړي، خو کابل ته د خپل پلاوي د سفر په اړه یې ویلي دي چې هغوی له افغانستان سره د خپلو کړو مرستو بهیر څاري.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب