1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له هند څخه افغانستان ته د غنمو د مرستي لړۍ پيل شوه

۱۴۰۰ اسفند ۳, سه‌شنبه

هند د سه شنبې په ورځ له افغانستان سره د مرستو لړۍ په ترڅ کې په غنمو بار په لسونو لارۍ وليږدولې. هند له دغه هيواد سره په مجموعي توګه د ۵۰ زره ټنه غنمو مرستې ژمنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/47Qbr
Pakistan LKW-Fahrer
انځور: picture-alliance/dpa/EPA/A. Gulfam

د رويترز خبري آژانس په حواله هند د سې شنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال د فيبرورۍ ۲۲مه) په ۲۵۰۰ ميترک ټنو غنمو بار ۵۰ لاريو يو کاروان افغانستان ته وليږه. د هند د بهرنيو چارو وزارت له خوا په جاري کړل شوې اعلاميه کې ويل شوي دي چې دغه لارۍ د هند له شمالي امرستر ښار څخه تر يو لړ مراسمو وروسته چې د بهرنيو چارو وزير هارش واردهان شرينګلا هم پکې ګدون کړی وو، د افغانستان پر لور روانې شوې.

په دغه اعلاميه کې زياته شوې: «هند د افغانستان له خلکو سره ځانګړو اړيکو ساتلو ته ژمن دی.»

هند پلان لري چې په افغانستان کې د خوراکي توکو کمښت ته د ځواب ويلو په موخه د پاکستان له لارې دغه هيواد ته په مجموعي توګه ۵۰ زره ټنه غنم واستوي.

پاکستان هند ته اجازه ورکړې چي افغانستان ته غنم انتقال کړې

دغه ډول يوه کاروان ته د تیريدو د اجازې ترلاسه کول له دې کبله يو څه نادر دي چې پاکستان له هند څخه د هر ډول توکو پر داخليدو بندیز وضع کړی دی. علت یې د دواړو اتومي ځواکونو ترمنځ د اړيکو ترينګلتيا ده.

د امريکا متحده ايالاتو له خوا د افغانستان د شتمنيو تر کنګل کيدو او پر افغانستان د نړيوالو مرستو تر درېدو وروسته، د طالبانو اداره په زرونو دولتي کارمندانو ته چې زياتره یې مزدور کاران دي، د کار په بدل کې د معاش پر ځای غنم ورکوي.

ب. ص/ ن. ز (Reuters)