1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مونشن امنيتي کنفرانس په بحراني وختونو کې پای ته ورسېد

۱۴۰۰ اسفند ۱, یکشنبه

د اوکراين کړکېچ د ترينګلېدو په وخت کې د مونشن ۵۸ امنيتي کنفرانس هم پای ته ورسېد. نن د غونډې دريمه او وروستۍ ورځ وه.

https://p.dw.com/p/47JTY
Deutschland | Münchner Sicherheitskonferenz - CEO Business Lunch
د روسيې استازو له ډېرو کلونو راهيسې په لومړي ځل په کنفرانس کې ګډون ونه کړانځور: Michael Bröcker/The Pioneer/dpa/picture alliance

د اروپايي ټولنې د شورا مشر شارل ميشل د اروپايي اتحاديې د راتلونکي په هکله نن سهار خبرې وکړې. نور ويناوال د آلمان د دفاع وزيره، کريستينه لامبرشت، د هغې فرانسوۍ سياله، فلورنس پارلي، د بريتانيې د دفاع وزير، بېن والاس او د اروپايي اتحاديې د بهرنيو چارو مسئول، جوزف بورل ول.

د مونشن د امنيتي غونډې د سږ کال تر ټولو مهمه تعيينونکې موضوع د اوکراين کړکېچ وو.

 د مونشن امنيتي کنفرانس؛ روسيه په کې حضور نه لري

د روسيې استازو له ډېرو کلونو راهيسې په لومړي ځل په کنفرانس کې ګډون ونه کړ.

د مونشن د امنيتي کنفرانس مشري سږ کال په وروستي ځل د دغه کنفرانس اوږدمهال مشر، ولفګانګ ايشينګر، وکړه.

د راتلونکي کال څخه به په ملګرو ملتونو کې د آلمان استازی، کريستوف هويسګن، د دغه کنفرانس مشري کوي.