1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مونشن امنيتي کنفرانس؛ روسيه په کې حضور نه لري

۱۴۰۰ بهمن ۳۰, شنبه

په پام کې ده چې نن د مونشن امنيتي کنفرانس په دوهمه ورځ د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ، د متحده ایالاتو د ولسمشر مرستیاله کاملا هریس او د بریتانیا صدراعظم بوریس جانس خبرې وکړي. په اجندا کې روسي استازو سره خبرې کول شامل نه دي.

https://p.dw.com/p/47HGt
Münchner Sicherheitskonferenz MSC
انځور: Ina Fassbender/REUTERS

د مونش امنيتي کنفرانس ته د نړۍ د امنيتي پالیسۍ په برخه کې د تر ټولو مهم کنفرانس په سترګه کتل کيږي چې ګډونوال يې د امنيتي چارو کارپوهان دي.

د آلمان په مونشن کې په ترسره کیدونکي دغه نړیوال کنفرانس کې روسانو ته ځای نه دی ورکړل شوی. د معلوماتو له مخې د دغه کنفرانس په اجندا کې روسيې استازو سره خبرو کولو ته ځای نه دی ورکړل شوی. له ۱۹۹۱ کال راهیسې دا لومړی ځل دی چې روسيه د مونشن په ناسته کې خپل رسمي مرکچي پلاوی نه لري. اما تمه ده چې د اوکراین ولسمشر، ولاديمیر زلینسکي به په کې حضور ولري.

د مونش امنيتي کنفرانس د بحث تر ټولو مهمه موضوع، د اوکراین په سرحد کې د روسي قواوو د ځای پر ځای کيدو موضوع ده. د نړۍ ستر اقتصادي قدرتونه غواړي چې په دغه امنیتي کنفرانس کې له اوکراین سره د روسیې د کړکیچ په هکله هم توافق ته ورسیږي. د (جي ۷) ډلې چې د آلمان، امریکا متحده ایالاتو، بریتانيا، فرانسې، ايټالیا، کاناډا او جاپان څخه جوړه ده، اوسمهال یې دوره ای مشري د آلمان په غاړه ده.

MSC Münchener Sicherheitskonferent DW Interview Ursula von der Leyen
د مونشن امنيتي کنفرانس - د اروپا د کمیسیون له مشرۍ او آلمانۍ سیاستوالې، اورزولا فون دیر لاین سره د مرکې یو تصویرانځور: Erkan Arikan/DW

غربي قوتونه وايي چې روسیه پر اوکراین د حملې قصد لري، چې ناوړه اثرات به يې حتی د ناټو پر غړو هیوادونو هم پرېوځي. اما روسیه ټینګار کوي چې د حملې پلان نه لري. د آلمان خبري آژانس زیاتوي چې کیدای شي په دې کار کې روسیه یوازې پاروونکی هدف ولري.

دا هم په داسې حال کې ده چې روسیې په وروستیو څو اونیو کې له اوکراین سره پولې ته نیږدې خپل شاوخوا ۱۳۰ زره عسکر ځای پر ځای کړي دي. امریکا متحده ایالات بیا وايي چې روسیه پر اوکراین د یرغل قصد لري او دا چې دغه یرغل هر وخت پیښیدونکی دی.

په عین وخت کې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، جو بایدن د جمعې ورځې په ماښام (د فبرورۍ ۱۸مه) وویل چې داسې اطلاعات ورته رسیدلي دي چې ښیې پوتین پر اوکراین د برید له پاره خپل تصمیم نیولی دی. بایډن زیاته کړې ده چې تر اوسه پورې د مناقشې پای ته رسولو له پاره دیپلوماتیک ابزار موجود دي.

(dpa)م.ک.ص./ا.خ.ح.