1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م په افغانستان کي د امنیتي پیښو له زیاتیدو څخه خبر ورکړ

۱۴۰۳ شهریور ۲۸, چهارشنبه

ملگرو ملتونو په خپل درې میاشتني رپوټ کي په افغانستان کي د امنیتي پیښو د څه د پاسه ۵۰ سلنې زیاتوالي خبر ورکړی دی، خو وايي چي طالبان د سیمي د کنترول له ننگونو سره نه دي مخامخ سوي.

https://p.dw.com/p/4kkGo
Afghanistan I Explosion in Kabul
انځور: Wakil Kohsar/AFP

د ملگرو ملتونو سازمان عمومي منشي، امنیت شورا او عمومي غونډې ته په خپل درې میاشتني رپوټ کي ویلي دي چي د طالبانو ضد جبهو په تیرو دریو میاشتو کي د هغوی پر وړاندي ۷۳ بریدونه کړي دي.

د دغه رپوټ له مخې، د «ملي مقاومت جبهې» په دغه وخت کي ۵۲ او د آزادۍ جبهې ۲۱ بریدونه کړي دي او د ۱۹ بریدونو عاملین معلوم نه دي.

په رپوټ کې ویل سوي دي چي دطالبانو  د مخالفو جبهو بریدونه د طالبانو د مځکني کنټرول پر وړاندي کومه مهمه ننګونه نه شمیرل کیږي.

دغه رپوټ د ۲۰۲۴م کال له می میاشتي تر جولای پوري د افغانستان وضعیت منعکس کړی او په هغه کی راغلي دي چي په دغه وخت کي ۲۱۲۷ امنیتي پیښې ثبت سوي دي چي د تیر کال همدغه وخت په پرتله ۵۳ سلنه زیاتوالی ښيي.

د «داعش خراسان ولایت» ترهګریزه شبکه کوم اهداف لري؟

په رپوټ کي راغلي دي چي په ۲۰۲۳ کال کي له ۳۷ څخه وسله والې شخړې په روان کال ۸۰ پیښو ته ډېري سوي دي او د ماینونو چاودنې هم له ۷ پیښو څخه ۱۳ ته پورته سوي دي.

رپوټ ویلي دي چي ۴۶ بریدونه په کابل کي او په مجموع کي د کابل او د هغه شاوخوا سیمو په شمول ۵۸ بریدونه سوي دي. رپوټ ویلي دي چي ۱۱ بریدونه په لویدیځو ولایتونو، ۱۱ بریدونه په شمال لویدیځو ولایتونو، ۴ بریدونه په ختیځو ولایتونو، دوه بریدونه په شمال او دوه نور بریدونه د افغانستان په جنوب کي سوي دي.

د ملگرو ملتونو عمومي منشي په دغه رپوټ کي ویلي دي:« د ملي مقاومت جبهې او آزادۍ جبهې د حاکمې ادارې پر وړاندي د برید او تیښتې له تاکتیک څخه په استفادې سره، پر امنیتي پوستو او پوځي وسایطو بریدونه کوي، کمین نیسي او هدفمند قتلونه کوي رسوي.» 

د ملگرو ملتونو پر کارکوونکو برید

په دغه رپوټ کي راغلي دي چي د ۲۰۲۴م کال د می او جولای مياشتي د ۳۱ ترمنځ ملگرو ملتونو ۲۴ امنیتي پیښې ثبت کړي دي چي له هغو څخه د دغه سازمان کارکوونکي په مستقیم ډول اغیزمن سوي دي. په دغو پیښو کي د غلا یوه پیښه، د آزار او ځورونې او پر تگ راتگ باندي د محدودیت ۱۰ پیښې  او د نیونې ۲ پیښې هم شاملي دي.

د داعش بریدونه او پروپاگنډونه

ملگرو ملتونو ویلي دي چي د«اسلامي دولت» خراسان څانگه یا داعش  د می له ۱۶ څخه د جولای تر ۳۱ می ادعا کړې ده چي څلور بریدونه یې کړي دي.

په رپوټ کي راغلي دي چي داعش  د طالبانو ادارې او نړیوالې ټولنې پر وړاندي خپل پروپاگند ته ادامه ورکړې ده.

رپوټ ویلي دي: «د می پر ۲۶مه، د داعش خراسان څانگې داسي یوه ویدیو خپره کړې ده چي پکښي په افغانستان کي د ملگرو ملتونو په گډون یې ټول بهرنیان تهدید کړل او په ټول افغانستان کي یې د امنیت د تأمین په هکله د طالبانو ادعا مسخره کړه.»

آیا افغانستان د ترهګرو ډلو له پاره په خوندي ځای بدل شوی؟

GP/NZ/Sirat