1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مصر ولسمشر په دیني چارو کې د اصلاحاتو غوښتونکی شو

۱۴۰۱ آبان ۶, جمعه

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي په دیني چارو کې د بیا کتنې غوښتنه کړې ده. السیسي هغو اصلاحاتو ته اشاره کړې چې په ۲۰۱۷ کال کې يې پرې پخپله کار کړی وو.

https://p.dw.com/p/4InxS
Abdel Fattah Al-Sisi
انځور: Egyptian Presidency/AA/picture alliance

د مصر ولسمشر د دیني چارو د بیا کتنې غوښتنه کړې څو مذهبي چارې د نننۍ مصرۍ ټولنې له پرمختګونو سره ورته والی ولري.
د الاهرام ورځپاڼې د راپور له مخې، په مصر کې د ۲۰۲۲ کال د اقتصادي کنفرانس په پای کې ولسمشر السیسي له دیني بنسټونو او دیني عالمانو غوښتي چې د هماهنګۍ، تنوع او د متقابل تفاهم د ارزښتونو د پیاوړتیا په برخه کې خپلې هڅې زیاتې کړي.

مصر: د جنسي تجاوز په مقابل کي ولي څوک اواز نه پورته کوي؟
السیسي د «ملي خبرو اترو» له عمومي همغږي کوونکي ضیا رشوان څخه هم وغوښتل چې د مسلمانانو، عیسویانو او پر خدای بې باورو کسانو په ګډون د دینونو ترمنځ یوه غونډه جوړه کړي. السیسي پخپله دا اداره سږکال په دوبي موسم کې تاسیس کړه.


د مصر ولسمشر په ځانګړې توګه د خپل ۲۰۱۷ کال د قانون طرحې ته اشاره وکړه چې هدف یې د طلاق په برخه کې اصلاحات دي. په هغه وخت کې د السیسي د غوښتنې له مخې، طلاق یوازې هغه مهال د حکومت لخوا په رسمیت وپیژندل کیده چې د يوې باصلاحیته رسمي مرجع او د یوه چارواکي په شتون کې ترسره شوی وي.

په مصر کې د ولسمشر السيسي پر ضد مظاهرې شوي
د مصر او اسلام د اوسنیو قوانینو له مخې نارینه کولای شي چې له شاهد او رسمي اسنادو پرته خپلې مېرمنې ته درې ځله د «طلاق» کلمې په ویلو سره هغه طلاقه کړي. خو ښځې نه شي کولای په شفاهي ډول له خپل خاوند څخه طلاق واخلي.