1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مصر: د جنسي تجاوز په مقابل کي ولي څوک اواز نه پورته کوي؟

۱۳۹۹ شهریور ۲۷, پنجشنبه

د احمد ذکي قضیه کوم چي تر ۱۰۰ اضافه ښځو ته جنسي ازار ورکړی، تجاوز او تشدد یې پرې کړی او په ډله ایز جنسي تیري هم تورن دی، یوازنۍ قضیه نه ده، بلکي په ټول مصر کي دا ډول ډیري قضیې موجودي دي. خو عاملين یې نه مجازات کيږي.

https://p.dw.com/p/3ibZf
Ägypten Protest gegen sexuelle Belästigung
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Nabil

د ۲۲ کلن احمد بسام ذکي یوه ۱۹ کلنه قرباني کیسه کوي چي هغه تر وریښتانو ونیولمه، پر مځکه یې واچولمه او جنسي تجاوز یې راباندي وکړ. ما چي هر څه نارې کړې،گټه یې ونه کړه. کله چي زه یې په وینو لړل شوې او سخته وارخطأ ومه، هغه دومره راته وویل، چي ځه کاکا ته دي ولاړه سه، ته بدلمنه!

هغه وايي زه ولاړم ، خپلي مور ته مي تلیفون وکړ، او ټوله کیسه مي ورته بیان کړه. خو هغې هیڅ څه ونه کړل.

پر دې باندي تر تجاوز وروسته، ذکي کوښښ وکړ، چي دا یرغمل هم ونیسي، یعني باج ورڅخه واخلي او اخطار یې ورکړ، چي که بیا هغه ته ورنه سي، نو به یې ټوله جریان فامیل ته تشریح کړي.

برعکس د قرباني مور د هغې لپټاپ او موبایل تلیفون ورڅخه واخیستی او مجبوره یې کړه، چي په اجتماعي شبکو کي ټوله خپل ارتباطات قطع او خارج ته ولاړه سي. خو فامیل یې د ذکي په مقابل کي، چي پرهغې یې جنسي تجاوز کړی ؤ، هیڅ کوم اقدام ونه کړ.

اړونده موضوع:جنسي تیری او د مصري ښځو فریاد

دا چي د دغه ډول قضایاوو ملامتي دي پر قرباني باندي ورلویږي او په دې ډول سره له دوو اړخونو جزأ ویني، په مصر کي یوازنۍ قضیه نه ده، بلکي ډیري زیاتي او بلکل یوه عادي خبره ګرزیدلې ده. ددې برعکس بیا مجرمین په اکثرو قضیو کي جزأ نه ویني او ازاد ګرزي.

اکثره نوري نجوني او ښځي بیا د شرمه او په دې چي ملامتي ورباندي ونه لویږي، د داسي قضیو د ورپيښیدو په صورت کي د خپلو فامیلو سره اصلأ خبري نه کوي. لکه څنګه چي په اجتماعي شبکو کي د ډیرو مصري نجونو او ښځو اعترافونه ښکاره کوي، هغو نجونو چي د داسي پيښو په باب یې د خپلو فامیلو سره خبري کړي دي، اکثرأ ورباندي څوک باور نه کوي او یا ملامتي پر دوی باندي ورلویږي. خو ولي داسي ده او ولي مجرمینو ته سزأ نه ورکول کیږي؟

Repression Ägypten sexuelle Gewalt sexuelle Belästigung Übergriff Frauen Recht
په مصر کې جنسي تیری د ويرونې د وسلې په توگه هم کارول کيږيانځور: Reham Mokbel

د فامیل رول

فامیل په مصر کي د هر شخص د اجتماعي ژوندانه او ټول سرنوشت تعینونکی دی. هلته د پخوا په ډول فامیل ډیر مهم او مرکزي عنصر دی او په عین حال کي په اکثرو مواردو کي د جامعې د انعکاس کونکي په سترګه ورته وکتل سي.

مختلفي څيړني، لکه په شمالي افریقا کي د نارینه وو او ښځو ترمنځ د مساوات بین المللي نظرپوښتني سازمان،IMAGES ښکاره کوي، چي په مصر کي د پخوا په ډول د ښځو او نارینه وو تر منځ ډیر لوی عدم مساوات موجود دی.

زموږ له آرشيف څخه: