1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مارچ اتمه؛ د نړۍ په پلازمینو کې د ښځو پراخ مارشونه

۱۴۰۱ اسفند ۱۷, چهارشنبه

په ټوله نړۍ کې ښځې نن د مارچ اتمه په ډلیزه توګه له خپلو حقونو څخه د دفاع له پاره چې په مخ پر ډيريدونکي توګه تر بریدونو لاندي راغلي، واټونو ته راوځي. د مارچ اتمه د ښځو نړېواله ورځ ده.

https://p.dw.com/p/4OOBU
ښځې د شمالي کوریا په پلازمینه پيونګیانګ کې د ۲۰۲۳م کال د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ لمانځي
ښځې د شمالي کوریا په پلازمینه پيونګیانګ کې د ۲۰۲۳م کال د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ لمانځيانځور: Kim Won Jin/AFP/Getty Images

د نړۍ پلازمېنې نن د مارچ اتمه د ښځو نړيوالې ورځې په مناسبت د ښځو د مارشونو، مظاهرو او اعتراضونو کوربه دي. د هسپانيا په مادريد کې د واټونو دوو غاړو ته ولاړې ونې د یاسمندي سمندر په رنګ چې تر ډيره د ښځو له حقونو سره ربط لري، تزئین شوي.

په ټايلند او اندونيزیا کې د چهارشنبې په ورځ په لسونو ښځو د پارلمان ودانۍ مخې ته مارشونه وکړل. دوی له پارلمان غوښتل تر څو د کورنيو کارګرانو د حفاظت لايحه چې له اوږدې مودې راهیسې ورته په انتظار کې دي، تصویب کړي. ځینو ښځو «ژوندۍ دې وي د اندونیزيا مېرمنې» شعارونه ورکول.

ورته مطلب: «طلاق شوې افغانې میرمنې خپلو پخوانو مړونو ته ور ستنېدو ته مجبوريږي»

افغانستان

په کابل کې د طالبانو حکومت له خوا پوهنتونونو ته د ښځو او نجونو پر تلو ممنوعیت، په ایران کې د مهسا اميني د پلويانو د اعتراضونو سرکوبول، په امریکا متحده ایالاتو کې د سقط جنین حقونو په اړه نوي محدودیتونه، پر ښځو د اوکراین جګړې ناوړه اغېزې او ورته نور دلایل د مارچ اتمې د مارشونو لاملونه دي.

سږکال د مارچ اتمه په داسې حال کې لمانځل کيږي چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي، آنتونیو ګوتریش په حاضر وخت کې په نړۍ کې ښځو د حقونو په هکله ژوره خواشيني ښودلې ده. هغه د دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د ښځو حقونه «زموږ د سترګو په مخ کې د لمنځه تلو په حال» دي. ګوتریش زیاته کړه، د جنسيتي برابرۍ د تحقق به درې پېړۍ وخت ونیسي.

د ګوتریش خبرداری

ګوتریش وويل: «په ټوله نړۍ کې د ښځو له حقونو ناوړه استفاده کيږي، ګواښل کيږي او تاوتريخوالی ورسره کيږي.» هغه افغانستان ته په اشارې وويل چې په دغه هیواد کې «ښځې او نجونې له ټولنیز ژوند څخه محوه کړل شوي دي.»

د آرشیف انځور - په اوکراین کې د ۲۰۲۱م کال د ښځو نړېوالې ورځې پر مهال د ښځو لاریون
د آرشیف انځور - په اوکراین کې د ۲۰۲۱م کال د ښځو نړېوالې ورځې پر مهال د ښځو لاریونانځور: Efrem Lukatsky/AP Photo/picture alliance

ورته مطلب: په افغانستان کي د ښځو حقونه

په افغانستان کې تر ژمنۍ رخصتۍ وروسته د دوشنبې په ورځ پوهنتونونه د ښځینه محصلینو د حضور بېرته پیل شول. د طالبانو حکومت له خوا پوهنتون ته د نجونو او ښځو پر تلو باندې ممنوعیت، له شاوخوا یونیم کال راهیسې چې دغه ډله په واک کې ده، لا هم پر خپل ځای دی.

د اروپايي اتحادېې بندیزونه

اروپايي اتحادېې د ښځو نړېوالې ورځ په درشل کې پر هغو افرادو او بنسټونو چې د ښځو حقونو د نقض او ښځو پر وړاندې د تاوترخوالو مسئول ګڼل کيږي، بنديزونه ولګول. په دغو افرادو کې یو هم د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزير، ندا محمد ندیم، دی. اتحادېې پر ندیم د دې له پاره چې ښځې او نجونې ېې له تعلیمه محرومې کړي، بندیز لګولی دی.

په افغانستان کې د خصوصي تلویزیون، طلوع، د رپوټ پر اساس، ندیم ويلي دي چې پر ښځو او نجونو پوهنتونونه مطلق بند نه دي، بلکې تر «امر ثاني» پورې معطل دي.

د اروپايي اتحادېې په بندیزونو کې د پنځو نورو هیوادونو ایران، روسېې، جنوبي سوډان، میانمار او سورېې چارواکي هم شامل دي.

ورته مطلب: د م.م. د بشري حقونو مشر: ښځې تر «سیستماتیک برید» لاندې دي

په اروپا کې مارشونه

په اروپا کې هم د ښځو حقونو په وروسته کې په پولند او هنګري کې تضعیف شوي دي. د مادرید مارچ چې په پام کې ده د ګرینويچ پر وخت د ماښام ۶ بجې پیل شي، په اعلامیه کې ېې راغلی دي چې: «موږ به د پلارسالارۍ پر ضد مبارزې ته ادامه ورکوو.» دوی وايي چې د خپلو حقونو له پاره لکه د سقط جنین حق له پاره مبارزه کوي.

د فرانس پرس خبري آژانس د رپوټ پر اساس د فرانسې په ګډون په ګڼو اروپايي هیوادونو کې به هم د مارچ پر اتمه مارشونه ترسره شوي. د دغه آژانس په حواله دغه مارشونه به د اروپا په شاوخوا ۱۵۰ لويو او کوچنيو ښارونو کې چېرته چې د «کار او ژوند د مساواتو» له پاره د مظاهرو غوښتنې پکې شوي، ترسره شي.

د مارشونو تنظيمونکو ويلي دي چې په مارشونو کې به د ګډونوالو شمیر، د تيرو کلونو په پرتله خورا لوړ وي. په فرانسې کې به د اعتراضونو تمرکز د تقاعد اړوند د فرانسې نامحبوبه اصلاحاتو په اړه وي، کوم چې ښارونه ېې د ښځو له پاره نامناسب ګني.

د آرشیف انځور - د ۲۰۲۲م کال د ښځو نړیوالې ورځ په مناسبت په اسلام آباد کې د ښځو لاریون
د آرشیف انځور - د ۲۰۲۲م کال د ښځو نړیوالې ورځ په مناسبت په اسلام آباد کې د ښځو لاریونانځور: Rahmat Gul/ASSOCIATED PRESS/picture alliance

ورته مطلب: د ملګرو ملتونو کمیسار: په افغانستان کې ښځې په بې ساري ډول ځپل کیږي

په لندن کې د مادام توسو موزیم په پام کې لري چې د ښځو نړیواله ورځ، د ښځو د حقونو بریتانوۍ فعالې، املین پنکهرست، له موم څخه د جوړې یوې مجسمې پر ښودلو ولمانځي. میرمن پنکهرست ۱۲۰ کاله مخکې د ښځو د راېې حق له پاره مبارزه وکړه او دغه حق ېې په لاس راوړ.

پاکستان

په پاکستان کې بیا د ښځو نړېوالې ورځې په مناسبت مارشونو ته اجازه نه ده ورکړل شوې. د لاهور ښار چارواکو مخکې امنيتي دلایلو او هغه پاروونکي پلاکاټونه چې د مارش ګډونوال ېې معمولا له ځانه سره لیږدوي، د نه اجازې دلایل ښودلی وو. خو د مارش تنظیمونکو ويلي ول چې دوی به سړکونو ته راووځي.

ورته مطلب: د لاهور چارواکو د ښځو ورځې پر مارش بندیز ولګاوه

کیوبا او امریکا متحده ایالات

په کیوبا کې چې تر کمونیست حاکمیت لاندې ده، هغه فعالان چې غوښتل ېې د مظاهرو مجوز ترلاسه کړي د روان کال په سر کې ونیول شول. فمینست ارګاونو بیا له خلکو وغوښتل چې د جنستي تاوتریخوالو او د ښځو د وژنو په هکله د آګاهي ورکولو له پاره د ټولنیزو رسنیو په یو «مجازي مارش» کې برخه واخلي.

په امریکا متحده ایالاتو کې به د مارچ اتمې په مارشونو کې تر ټولو ډير تمرکز د سقط جنین حقونو په اړه وي. د متحده ایالاتو سوپریم کورټ په جون میاشت کې د ۱۹۷۳م کال تاريخي حکم، چې د ښځو سقط جنین ېې په رسمیت پېژانده لغوه کړ. د کورټ دغه تصمیم، د ښځو د حقونو مدافعانو شدید غبرګونونه راوپارول. د چهارشنبې ورځې په مارشونو کې به دغه موضوع بیا توده وي.

ورته مطلب: ګوتېرش د ښځو د حقونو په برخه کې د پراخ پر شاتګ خبرداری ورکړ

(AFP)mks/nz/

دلته زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم هم کتلی شئ:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب