1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ګوتېرش د ښځو د حقونو په برخه کې د پراخ پر شاتګ خبرداری ورکړ

۱۴۰۱ اسفند ۱۶, سه‌شنبه

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش په نړیواله کچه د ښځو د حقونو په برخه کې له پر شاتګ څخه خبرداری ورکړی دی. ګوتېرش وویل چې په ټوله نړۍ کې د ښځو حقونه ګواښل کیږي، نقض او ناوړه استفاده ترې کیږي.

https://p.dw.com/p/4OL8w
USA New York | UN-Vollversammlung | Antonio Guterres
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش په نیویارک کې د دغه سازمان عمومي غونډې ته د وینان پرمهال.انځور: Mary Altaffer/AP Photo/picture alliance

ګوتېرش د دوشنبې په ورځ په نیویارک کې د دغه سازمان عمومي غونډې ته په وینا کې وویل چې د ښځو او نارينه وو ترمنځ برابري په دوامداره توګه د پر شاتګ په حال کې ده.

افغان نجونو ته د آنلاين زده کړو شرايط برابر دي؟

ګوتېرش وویل چې د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو حقونو کمېسیون د رپوټ پر بنسټ له هغه وخت سره چې ښځې او نارينه به پکې مساوي او برابر حقونه ولري، اوس هم ۳۰۰ کاله واټن لرو. ګوتېرش زیاته کړه: «د لسیزو پرمختګونه زموږ د سترګو پر وړاندې لمنځه ځي».

زموږ د يوټيوب کانال هم درسره تعقيب کړئ

ګوتېرش د مارچ اتمې یا د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو حقونو کمېسیون د دوه اونیز کنفرانس د پرانیستې په غونډه کې وویل چې په ټوله نړۍ کې د ښځو له حقونو څخه ناوړه استفاده کیږي، ګواښل کیږي او تر پښو لاندې کیږي.

نوموړي د بیلګې په توګه د زیږدون پر مهال د مېندو د مړينې، له تعلیم څخه د نجونو بې برخې کول او په کم سن یا ماشومتوب کې د نجونو له ودولو څخه یادونه وکړه.

په ځانګړي توګه په افغانستان کې د ښځو وضعیت تر ټولو خراب دی، چیرې چې سخت دریځه طالبانو ښځې او نجونې د عمومي ژوند له ساحې څخه منع کړي یا ایستلي دي. د ملګرو ملتونو سرمنشي د ایران په څیر د نورو هیوادونو چې د ښځو حقونه پکې نقض کیږي نوم وانه خیست.

دغه هیواد د تیر کال په پای کې د مظاهرو د سرکوبه کولو له پاره له تاوتریخوالي څخه د کار اخیستنې له کبله د ملګرو ملتونو د ښځو له کمېسیون څخه و ایستل شو.

په ایران کې مظاهرې چې له څو میاشتو راهیسې روانې دي د یوې کردۍ نجلې مهسا امنیني د مړينې له کبله پيل شوي دي. دغه ۲۲ کلنه کردۍ د حجاب نه مراعاتولو په جرم د ایران د اخلاقي پولیسو په توقیف کې وه چې خپل ژوند یې له لاسه ورکړ.

ګوتیرش وویل: «د بیړیو مرد سالاري، تبعیض او زیان اړوونکي دودونه» د پوهې او تخنیک په برخو کې هم د ښځو او نارينه و ترمنځ د درځ زیاتیدو سبب شوی دی.

  په پوهنتونونو کې د نجونو د حضور بنديز ته غبرګونونه

نوموړي د نړۍ پر حکومتونو، مدني ټولنې او خصوصي سکتور غږ وکړ چې په ګډه دې د جنسیتي مساواتو پر اساس یو ځواب ویونکي تحصیلي بهیر ته د زمېنې په مساعدولو، د مسلکي زده کړو په بهترولو، د جنسیت پر بنسټ درځ د لمنځه وړلو له پاره دې په ډیجالي برخه کې پانګونه وکړي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز