د لغوه شوو ادارو سلګونو کارکوونکو ته پاته معاشونه ورکول کیږي
۱۴۰۱ آبان ۲۶, پنجشنبهد طالبانو د چارو ادارې په یوه اعلامیه کې ویلې دي، چې د پخواني حکومت د لغوه شویو ادارو کارکوونکي یې تشخیص کړي او د کابینې له جلسې وروسته یې هغوی ته د لغوه کيدو تر وخته پوري د معاشونو وېش پیل کړی دی.
د چارو ادارې په وینا، په دغه لغوه شویو ادارو کې: »د سولې په چارو کې د دولت وزارت، د ولسي جرګې، مشرانو جرګې، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون، په پارلماني چارو کې د دولت وزارت او د ادارې فساد پر وړاندې د مبارزې ادارې کارکوونکي شامل دي«.
آیا طالبان ښځینه دولتي کارکوونکو ته معاش ورکوي؟
زیاته شوې ده، چې په دغه بهیر کې به د ۲۴۹ میرمنو په ګډون ۲۴۴۴ پخوانیو کارکوونکو ته معاشونه ورکړل شي.
د طالبانو د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل دویچه ویله ته وویل، چې دغو پخوانیو کارکوونکو ته د طالبانو د کابینې له پریکړې وروسته معاشونه ورکول کیږي. د نوموړي په خبره د دغو کسانو د معاشونو له پاره په دولتي بودجه کې ځانګړی کوډ رامنځته شوی.
هغه وویل:«کله چې د مالي کال بودجه منظوریده، نو په کلنۍ بودجه کې د دغو کسانو له پاره یو ځانګړی کوډ رامنځته شو، چې د هغې له مخې د دوی معاشونه اجرا کیږي.»
طالبان خپلو کارکوونکو ته پیسې له کومه ورکوي؟
خو ویل شوي دي چې یاد کارکوونکي د ادارو له لغوه کیدو وروسته د معاش مستحق نه دي او د کابینې د پریکړې له مخې د چارو اداره مسؤلیت لري، چې هغوی په نورو ادارو کې ځای پرځای کړی.
طالبان په داسې مهال د پخواني حکومت لغوه شوو ادارو کارکوونکو ته د معاشونو د ورکړې خبره کوي، چې لا هم په ځینو ادارو کې داسې کارکوونکي شته، چې په وینا یې د طالبانو له واکمنیدو راهیسې یې یا هیڅ معاش نه دی ترلاسه کړی او یا یې هم کمه برخه معاشونه ترلاسه کړي دي.