1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان خپلو کارکوونکو ته پیسې له کومه ورکوي؟

صفت الله زاهدي
۱۴۰۱ مهر ۱۹, سه‌شنبه

د طالبانو حکومت وایې چې په افغانستان کې دننه شاوخوا اته سوه زره کارکوونکو او نظامې کسانو ته میاشتنی معاش ورکوي. خو پوښتنه دا ده چې په روان خراب اقتصادي حالت کې د طالبانو حکومت دا پیسې له کومه کوي؟

https://p.dw.com/p/4I2H5
Afghanistan Taliban Politik
انځور: WAKIL KOHSAR AFP via Getty Images

د طالبانو یو قوماندان مولوي محمد خان نصرت دویچه ویله ته وویل چې له تیرو څو میاشتو راهیسې چې له کومه طالبان پرواک سوي دې دوی ته يې میاشتنۍ تنخوا ګانې حواله کړي دي.

مولوي محمد خان وویل :« اوس ټولو مجاهدینو ته د بانک له لاری پیسې ورکوي هغه څوک چې راجستر نه دې هغوی ته هم پیسې نه راتلې اوس یې تذکري تري غوښتې او کسان پخپلو لیکو کې تر امره او ماموره ټولو ته پیسې حواله کړي او دوی ته پیسې ورکوي.»

نوموړي زیاته کړه :«د پخواني دولت یو شمیر دولتې مامورینو میاشتنی قرض چې پاته وو لمړی یې هغوی ته معاش ورکړ او وروسته یې بیا دا نورو خپلو  کسانو ته  میاشتنۍ تنخواوي شروع کړلې.»

په افغانستان کې واکمن طالبان  په کابل کې د واک د ترلاسه کولو لومړۍ کلیزه لمانځی
په افغانستان کې واکمن طالبان په کابل کې د واک د ترلاسه کولو لومړۍ کلیزه لمانځیانځور: Ali Khara/REUTERS

عبدالقدوس چې دکندهار ولایت د میوند ولسوالۍ اوسیدونکی دی، دویچه ویله ته وویل چې نوموړي له تیرو اوو کلونو راهیسې د طالبانو په لیکو کې یو جنګیالې وو خو اوس له دي ډلې جلا سوی او نور په کور کښیناستلی دی.

هغه وویل ځکه لدي ډلې جلا سو چې نوموړي په خبره میاشتنی هیڅ هم نه وو. ده زیاته کړه :« زه اوس خپل پرکور کښیناستلی یم خو زما ورور د طالبانو په استخباراتو ریاست کې دنده لري او ۲۵ زره پاکستانۍ کلداري میاشتنی معاش ترلاسه کوي.»

نوموړی وویل : «ډیر زیات څه نسته یواځې د دوی استخباراتو ریاست خپلو کارکوونکو ته میاشتنی معاش ورکوي او نور اکثره کله معاش وي کله نه وي خو داسې هرڅه یې منظم نه دي.»

 د افغانستان د پخوانې حکومت د پارلمان یو تن  غړي لالی حمیدزي دویچه ویله ته وویل چې طالبانو یواځې خپلو کسانو ته دري ځلې میاشتنۍ تنخواه ګانې ورکړي دي.  ده وویل :«طالبانو پخوا د مخدره توکو څخه پر یوه کیلو ګرام پنځه سوه پاکستانۍ کلداري اخیستې چې اوس له هغوي څخه ۱۵۰۰ کلداري ټولوي او دا د کاله تر۶ سوه میلیونه امریکایې ډالرو پوري رسیږي.»

نوموړي زياته کړه: «دوی له مختلفو بندرونو څخه پیسې اخلې او دا زیاتې پیسې دي چې دوی یې راټولوي چې له کندهار ، هرات ، فراه او د افغانستان په مختلفو بندرونو کې اوس دوی پریمانه پیسې او ټیکسونه ټولوي.»

خیریه سازمان: افغانستان کې لوږه لا پسې ډیره شوې

 د پخوانې حکومت یو افغان جنرال محمد رادمنش دویچه ویله ته وویل چې په افغانستان کې مختلف جرایم ترسره کیږي او لدي لاري خپله طالبان زیاتې پیسې ټولوي. رادمنش زیاته کړه :« طالبانو چې اوس یې کنټرول پخپل واک کې اخیستی دی، دوی په هلمند او د هیواد په یوشمیر نورو ولایتونو کې زیاتې پیسی ټولوي.»

ده وویل : «طالبان د مخدره توکو د قاچاق او پیر و پلور د اصلحو له قاچاق او مهماتو سربیره له معدنونو را ایستلو او یوشمیر بشري کومکونو څخه هم ګټه اخلې او ډیره لږه فیصدي خپلو کارکوونکو ته معاش ورکوي او نور په خپلو کې تقسیم کوي ، چې له همدي امله فقر او بیکاري هم ډیره سوي ده.»

هغه د طالب چارواکو  ځینو کړنو ته په اشاري سره وویل: »په هلمند کې د مالیې د وزیر له کوره څخه څو ورځې وړاندي  ۸ سوه زره امریکایې ډالر غلا سول چې دا یې ښکاره ثبوت وو چې دوی پیسې خپل تر منځ سره ویشي او خپلو کسانو ته یې نه ورکوي.«

Afghanistan | Taliban vernichten ein Opiumfeld in Helmand
طالبانو په هلمند کې د تریاکو یو میدان له منځه یووړانځور: Abdul Khaliq/AP/picture alliance

خو په افغانستان کې د واکمنو  طالبانو د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل دویچه ویله ته وویل چې دوی خپلو ټولو کارکوونکو ته میاشتنۍ تنخواوي د افغانستان له داخلې عوایدو څخه ترلاسه کوي.

حقمل وویل :«هره میاشت شاوخوا نظانمي، ملکي او قراردادي کارکوونکو ته چې شمیر یې ۸۰۰ زره ته رسیږي، د افغانستان له عادې بودیجي څخه ورته معاش ورکول کیږې چې پدی کې د بیارغوني او ګڼ نور پروګرامونه هم شامل دي.»

ده زیاته کړه :« هغه پیسې چې هفته واره افغانستان ته راځې دا د موسیساتو دې او موږ ته یوه روپۍ هم نه راکوي ځکه دوی دا پیسې په دولتې بانک کې هم نه ایږدي ځکه دوی یې خصوصې بانکونو کې ایږدي.»

 ده زیاته کړه سږکال دافغانستان عادي بودیجه ټولټال ۲۳۱ میلیارده افغانۍ ده چې ۲۸ میلیارده افغانۍ د انکشافې پروژو لپاره دي او پاتې نوری پیسې ټولې دولتې کارمندان ترلاسه کوي.

خو ملګري ملتونو  د تیر ۲۰۲۰ م کال په   جون په میاشت کې په یوه راپور کې ویلی وو ، چې طالبان مالې خپلواکي غواړي او دوی په تیرو وختونو کې له درې سوه میلیونه امریکایی ډالرو څخه بیا ان تر ۱،۶  ملیارد ډالرو پوري په یو کال کې له مختلفو لارو  په افغانستان کې  راټولولې.

طالبان پر لویو لارو له خلکو څخه حق العبور اخلي

هغوی پخپل راپور کې ویلی چی دوی د خلکو څخه د باج اخیستنې سربیره د مخدره توکو د قاچاق او په جرمې قضیو کې دغه پیسې تر لاسه کړي. ملګرو ملتونو ویلی وو :« طالبان یواځې د مخدره توکو له قاچاق څخه ۴۶۰ میلیونه امریکایی ډالره ترلاسه کوي.» د عاید په نورو سرچینو کې هغه مهال یادونه سوي وه چې د طالبانو ترکنټرول لاندي سیموکې مالیې یادونه سوي وه.

Afghanistan Anschlag in Kabul
انځور: AFP

له بل لوري ویل سوي دي چې « طالبانو د کان کیندونو بهیر ګړندی کړی دی او دوی تیرکال لدی لاري ۴۶۴ میلیونه امریکایی ډالر عاید ترلاسه کړی وو.»

یوناما هغه وخت ویلی وو چې طالبان له بهرنیو هیوادونو او یوشمیر غیري انتفاعې سازمانونو او بهرنیو شمتنو کسانو څخه پیسې ترلاسه کوي ترڅو خپل نظام پری وه چلوي.

موږ وه غوښتل چې د ملګرو ملتونو د دي راپور په اړه چې تیرو کلونو کې یې خپور کړي وو  د واکمنو طالبانو نظر هم له ځانه سره وه لرو خو له ډیرو هڅو سره سره هغوي پدی هکله هیڅ خبري نه کولې.