1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتنړیوال

د نړۍ درې قارې به د ۲۰۳۰ فوټبال نړېوال جام کوربه وي

۱۴۰۲ مهر ۱۳, پنجشنبه

فيفا وايي د ۲۰۳۰م کال نړېوال جام سیالۍ به د درو قارو، امريکا، اروپا او افريقا په ښارونو کې ترسره کيږي. افتتاحیه مراسم به په یوروګوای کې پیل او بیا به په ارجنټاین، پاراګوای، هسپانيا، پرتګال او مراکش کې ادامه ولري.

https://p.dw.com/p/4X9LT
Symbolbild | World Cup 2030 - WM Trophäe
انځور: Mike Egerton/empics/picture alliance

په ۲۰۳۰م کال کې د فوټبال نړیوال جام سل کلن کیږي چې په احتمال سره به دغه سیالۍ ډېر کتونکې ولري چې د نړۍ په درو قارو یا لويو وچو، امریکا، اروپا او افریقا کې ترسره کیږي.

د فوټبال نړیوال فدراسیون «فیفا» په زوريخ کې د فیفا تر غونډې وروسته اعلان وکړ چې په ۲۰۳۰م کال کې د فوټبال نړېوال جام سیالۍ په جنوبي امریکا کې افتتاح کیږي او بیا به په مراکش، هسپانیا او پرتګال کې ادامه پيدا کوي. په دې ترتیب، د لومړي ځل له پاره د فوټبال نړېوال جام سيالۍ په درو قارو کې ترسره کیږي.

فیفا په زوريخ کې اعلان وکړ چې په ۲۰۳۰م کال کې د فوټبال نړېوال جام سیالۍ په جنوبي امریکا کې افتتاح کیږي او بیا به په مراکش، هسپانیا او پرتګال کې ادامه پيدا کوي
فیفا په زوريخ کې اعلان وکړ چې په ۲۰۳۰م کال کې د فوټبال نړېوال جام سیالۍ په جنوبي امریکا کې افتتاح کیږي او بیا به په مراکش، هسپانیا او پرتګال کې ادامه پيدا کويانځور: Matilde Campodonico/AP Photo/picture alliance

لومړۍ سيالۍ په پام کې ده چې په يوروګوای کې ترسره او دوه نورې لوبې به په ارجنټاین او پاراګوای کې تر سره شي. يوروګوای په ۱۹۳۰م کال کې د فوټبال نړېوال جام لومړنيو لوبو کوربه وو.

«فيفا او فوټبال په ویشل شوي نړۍ کې متحد کيږي»

په اصل کې د جنوبي امریکا درو هېوادونو غوښتل چې د نړیوال جام ټولو لوبو کوربتوب وکړي، هغه څه چې د فوټبال نړيوال فدراسیون نه ده منلې.

دغه سیالۍ چې په هغو کې به ۴۸ هیوادونه ګډون ولري، په جنوبي امریکا کې تر درو لوبو وروسته په مراکش، هسپانيا او برتګال کې ترسره شي. د دغو شپږو هېوادونو ټول ټيمونه به په اتومات شکل وروستي پړاو ته لار پیدا کړي. له دې نه علاوه په پام کې ده چې د فوتبال نړیوال جام د سل کلنۍ کلیزې جشن د یوروګوای په پلازمینه مونته ويدیو (Montevideo) کې ترسره شي.

په اصل کې په پام کې وه چې د ۲۰۳۰م کال نړيوال جام سیاليو کوربه هېواد یا هېوادونه راتلونکی کال د فیفا په ۷۴مه کنګره کې مشخص شي. د فیفا مشر، جیاني افانتینو، ویلي دي چې «فيفا او فوټبال په ویشل شوې نړۍ کې اتحاد راولي.»

په اصل کې د جنوبي امریکا درو هېوادونو غوښتل چې د نړیوال جام ټولو لوبو کوربتوب وکړي، هغه څه چې د فوټبال نړيوال فدراسیون نه ده منلې
په اصل کې د جنوبي امریکا درو هېوادونو غوښتل چې د نړیوال جام ټولو لوبو کوربتوب وکړي، هغه څه چې د فوټبال نړيوال فدراسیون نه ده منلېانځور: Norberto Duarte/AFP

په پام کې ده چې د فوټبال د ۲۰۲۶م کال نړېوال جام سيالۍ، امریکا متحده ایالاتو، مکسیکو او کاناډا کې ترسره شي. د فيفا د اعلان پر اساس، د ۲۰۳۴ نړیوال جام سیاليو د کوربتوب له پاره دې یوازې د آسیا او اوقیانوسیه هېوادونه درخواستونه وکړي. د فیفا تر تصمیم لږ وروسته، سعودي عربستان اعلان وکړ چې د نړیوال جام بعدي دور سیاليو له پاره د کوربتوب درخواست کوي.

د فیفا د رهبرۍ دغه تصمیم چې د ۲۰۳۰م کال نړیوال جام سیالۍ دې د نړۍ په درو قارو کې ترسره شي، د اروپا د فوټبال د مینه والو شبکې FSE لخوا تر سختو نیوکو لاندې راغلی دی. دغې شبکې په دغو لوبو کې د اشتراک په تړاو چاپيريالي عواقبو او د اوږدو سفرونو په څېر ستونزمنو مواردو ته اشاره کړې ده.

(dpa, sid)pa/af/mks/aa/

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل