1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتافریقا

نوحيلا بنزينا په نړيوال جام کې لومړنۍ حجاب لرونکې فوټبالره

۱۴۰۲ مرداد ۸, یکشنبه

نوحيلا بنزينا لومړنۍ فوټبالره ده چې د ښځو د نړيوال جام پرمهال يې حجاب اغوستی دی. نن د هغې هېواد مراکش د سويلي کوريا په وړاندې لوبه وکړه.

https://p.dw.com/p/4UYW3
Australien Adelaide | Frauen Fußball WM | Nouhaila Benzina
انځور: Hannah Mckay/REUTERS

د فیفا په نوم د فوټبال نړيوالې ادارې پر ښځينه فوټبالرانو باندې د حجاب په سر بنديز تقريبا لس کاله پخوا لېرې کړ. ترمخه د خونديتوب په اړه اندېښنې موجودې وې. ۲۵ کلنه د دفاعي برخې لوبغاړې بنزينا په مراکش کې لوبيږي.

هغه اوس د آستراليا په آډليد کې د سويلي کوريا په وړاندې په سيالۍ کې تاريخ جوړ کړ. بنزينا په ټولنيزو رسنيو کې د حجاب د اغوستلو په هکله ليکنې شريکې کړې، خو د آستراليا او نوي زيلنډ رسنيو ته يې په دې هکله څه ونه ويل.

دغه مطلب هم ولولئ: نیمه فاینل ته د مراکش تر ورداخلیدو وروسته خوشالۍ

په دې وروستيو کې نوموړې د الجزيره رسنۍ ته ويلي ول چې دا د وياړ يوه شېبه ده. د هغې په خبره »د ډېرو کلونو په اوږدو کې ډېر کار وشو او د خدای په فضل نتيجه يې مثبته وه.« بنزينا زياته کړه چې »موږ هيله لرو چې په لوړه کچه ولوبيږو او مراکش ته وياړ وبخښو.«

په دې وروستيو کلونو کې د نورو سپورټونو په برخه کې هم پر حجاب بنديزونه رفع شول لکه په باسکټبال کې، خو په فرانسه کې د فوټبال په لوبو کې دغه بنديز تر اوسه پورې جاري دی. د نوحيلا بنزينا لوبډله چې روزونکی يې فرانسوی رينالد پېدروس نوميږي، اوس په لومړي ځل د ښځو په نړيوال جام کې ګډون کوي. په لومړۍ لوبه کې دوی د آلمان په وړاندې شپږ په صفر لوبه وبايلله چې بنزينا په دغه لوبه کې په فعال ډول ګډون نه و کړی. 


آ./ن.ص./ا.ا.