1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سلواکیا څېړونکي په بامیان کې پر حشراتو څېړنه کوي

۱۴۰۱ شهریور ۴, جمعه

د سلواکيا یوې څېړونکي ډلې د افغانستان په بامیان ولایت کې د حشراتو په اړه څیړنې پیل کړي دي. د دې څیړونو موخه د حشراتو د ډولونه پیژندل او معلومول دي.

https://p.dw.com/p/4G5Wo
د بامیان غرونه چې یو وخت پکې د بودا مجسمه نه وه ویجاړه شوې
د بامیان غرونه چې یو وخت پکې د بودا مجسمه نه وه ویجاړه شوېانځور: Delphine Renou/Wostok Press/picture alliance

په بامیان کې ډېر نادره حیوانات، مرغان، حشرات او طبي بوټي شته چې له امله ېې د دې ولایت درې سیمي د خوندي سیمو په توګه اعلان شوې.

تېره اونۍ د سلواکیا هیواد د کومنیوس پوهنتون د څېړونکو یوه ډله دې ولایت ته تللې ترڅو د هغو حشراتو په اړه څېړنه وکړي چې تر اوسه ېې په علمي او ساینسي لحاظ نومونه نه دي پیژندل شوې.

د دې ولایت د چاپېريال ساتنې رياست مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې بېلابېل ډولونه ژوي، مرغان، حشرات او طبي بوټي موجود دي.

په بامیان ولایت کې د بودا مجسمه د طالبانو له لوري الوزول شوی
په بامیان ولایت کې د بودا مجسمه د طالبانو له لوري الوزول شویانځور: Saifurahman Safi/XinHua/dpa/picture alliance

د بامیان د چاپېریال ساتنې رئیس محمد ابراهیم دادفر دویچه ويله ته وویل: »د سلواکیا د کومنیوس پوهنتون څېړونکي دغه ولایت ته راغلې او د بند امیر او شاه فولادي بندونو په خوندي سیمو کې د مارانو او کربوړو په څېر د نورو ځانګړو حشراتو په اړه څېړنې کوي.

دادفر زياته کړه: «تر اوسه د دغې ډلې څیړونکو له خوا درې ډوله کربوړي چې علمي نومونه يې lavdakia Cavcasica , Ablepharus Linderei او Asrmblephaevs Himalayan او يو ډول مار چې علمي نوم يې Natrit Tessellata دی، د دغي ډلي له خوا پيژندل شوي او نمونې يې د څېړنو له پاره سلواکيا ته وړي او وروسته يې بيا پايلي د چاپيريال ساتني له ادارې سره شريکوي.»د مس عینک کان استخراج؛ د بامیان له ډبرو سکرو څخه د حرارتي برېښنا تولید

د دادفر د معلوماتو له مخې، په باميان کې فارسي پړانګ، یو ډول مار، هیلۍ، زاڼه او په لسګونو نور نادره مرغان شته چې د افغانستان په نورو سیمو کي نه شته او ممکن د نړۍ په ځینو برخو کې هم نه وي موجود.

بامیان لوړ غرونه، اوږدې لاري او سوړ ژمې لري چې د بې شمېره کم یابه مرغانو او وحشي حیواناتو له پاره خوندي ځای بلل کیږي خو دا اندېښنه هم شته چې د اقلیمي بدلون او حیواناتو قاچاق به ېې نسل له مینځه یوسي.

په تېرو کلونو کې د خلکو ترمینځ داسي آوازې خپرې شوې وې چې توره غرنۍ پیشو، چرمي شب پرک او کربوړي د قاچاقبرانو له خوا په لوړه بيه پېرل کېږي، چې له امله يې خلکو د دغو حیواناتو ښکار ته مخه کړي.

بامیان ولایت کې بند امیر هم د افغانستان ملي پارک اعلان شوی دی
بامیان ولایت کې بند امیر هم د افغانستان ملي پارک اعلان شوی دیانځور: A. Khaleqi

د باميان د شيبر ولسوالۍ يو اوسېدونکي چې نه يې غوښتل نوم يې په راپور کي واخيستل شي وويل: »اوس هم خلک ځيني ژوي او حشرات ښکار کوي، خو د پخوا په پرتله یې ښکار کم شوی دی.«

واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته او د چاپریالي هڅو د کمښت له امله داسی اندېښني را پیدا شوې چې د خلکو له خوا به د حیواناتو، مرغانو او حشراتو ښکار زیات شي.

په افغانستان کې له خوشایي د ګاز تولید

د باميان پوهنتون د کرهڼې او مالدارۍ پوهنځي استاد او د چاپېريال ساتنې فعال دولت شاه پويش وايي چې د باميانو جغرافيه د حيواناتو او مرغانو د اوسېدو له پاره ښه ځاى دى. د مرغانو او حشراتو سربېره په دغه ولايت کې د ځنګلي او غرنيو بوټو ډېر شمېر هم تر اوسه نه دى پېژندلى شوې.

پویش زیاته کړه: »ډیر حیوانات شته. څو کاله مخکې آوازې وې چې نادره مرغان لکه کربوړي، یو ډول باز او داسې نور قاچاق کیږي نو ځکه خلګو د دارنګه حیواناتو ښکار ته مخه کړه.«

پوش اندېښنه څرګندوي چې اوس د چاپېريال ساتنې له پاره مالي سرچينې نشته او که دې برخې ته پاملرنه ونه شي د بې پرواېې، ښکار او قاچاق له امله به ډېر حشرات او وحشي ژوي له منځه ولاړ شي.

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل