1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په بلجيم کې له حشراتو څخه کوچ ترلاسه شوي

۱۳۹۸ اسفند ۱۴, چهارشنبه

که سړی ورته ځېر شي نو غوا او يوه کوچنۍ حشره هیڅ ورته والی نه سره لري. خو همدا خبره غلطه ده. په بلجيم کې ساينس پوهانو د غوا د شېدو پر ځای اوس د بديل په توگه د حشراتو له غوړو څخه کوچ جوړ کړي دي.

https://p.dw.com/p/3Yqfm
BdTD - Belgien Mann mit Fliege im Mund
انځور: Reuters/F. Lenoir

په بلجيم کې کارپوهانو ليوالتيا درلودله وپوهيږي چې يوه مچۍ يا کومه بله کوچنۍ حشره که په ظاهر کې هر ډول ښکاري، هغه د څه ډول خصوصياتو او امکاناتو درولودونکې ده؟ د دې پايله دا شوه چې کارپوهانو د حشراتو په بدن کې د موجودې چربي يا غوړو څخه د کوچو داسې بدل جوړ کړی چې تر څکلو وروسته یې مزه هم بده نه وه.

کوچ د انسانانو له خوا په کاريدونکي يو شمير توکو کې اچول کيږي او داسې توکی دی چې ډېره اړتيا ورته ليدل کيږي. تر اوسه دا کوچ يوازې د غوا له شېدو څخه جوړيدل. خو غواوې ډېر خوراک کوي، ډېر اوبه څښي او د ميتاين گاز د خارجيدو له وجې چاپيريال ته زيانمنې تماميږي.

له همدې کبله د بلجيم د گينت ښار د پوهنتون کارپوهانو فکر وکړ چې ولې د دې کار له پاره د حشراتو د لاروا څخه کار وانخلي. دوی خپله دغه نظريه عملي کړه او د لاروا څخه یې غوړ ترلاسه کړل، له دې یې کوچ جوړ کړل او بيا یې دا په يوه کیک کې استعمال کړل.

په دې کيک کې درې پر څلورمه برخه عادي کوچ او يو پر څلورمه برخه هغه کوچ يا غوړ استعمال کړل شول چې د حشراتو د لاروا څخه ترلاسه شوی ول. کله چې دغه کيک په تجربه کې شاملو کسانو ته ورکړل شو نو هغوی وويل چې مزه یې ډېره ښه ده. خو مهمه خبره دا ده چې هغه کیکونه چې نيمايي برخه د حشراتو کوچ پکې کاريدلي ول، په تجربې کې د شاملو کسانو خوښ نه شول.

په دې توگه د رويترز خبري آژانس د دې کارپوهانو په حواله ليکلي دي چې بلجيم چې د اروپا هغه هېواد دی چې وافل یې چې يو ډول کيک دی، په ټوله نړۍ کې شهرت لري، اوس کولی شي چې دغه وافل په ډېره چاپيريال دوسته طريقه جوړ کړي.

د کارپوهانو په حواله د حشراتو د لاروا څخه د ترلاسه شويو غوړو څخه د وافل، کيک او کلچو تيارول په داسې يوې چاپيريال دوستې سوداگریزې لارې بدليدلی شي چې د خوږو شيانو د جوړولو له پاره ډېر پايدار بدیل ثابت شي.

bs/nz (Reuters)

زموږ له آرشيف څخه: