1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د زمریانو د جوړښت او له ننګونو ډک ژوند په اړه معلومات

۱۴۰۳ اردیبهشت ۲۹, شنبه

که څه هم زمری د ځنګل بادشاه ګڼل کیږي، خو د دوی ژوند د مارانو په وسیله له چیچل کیدو نیولې، بیا د نورو زمریانو له خوا وژل کیدو پورې له راز راز خطرونو سره مل وي.

https://p.dw.com/p/4g1Sy
Afrika | Löwen | Rudel in der Wildnis
زمریان له خطرونو ډک ژوند لريانځور: Ozkan Ozmen/Zoonar/picture alliance

د وحشي یا ځنګلي حیواناتو ژوند د کینیا هیواد د اقتصاد د ملا تیر بلل کیږي. خو دلته په کوم ځنګل کې د یوه زمري د مړينې له کبله شاید هم د کوم انسان زړه ودردیږي. البته د ۲۰۲۳م کال د جولای په ۲۴ نیټه کله چې د دغه هیواد په مسائې مارا سیمه کې د «جیسي» په نوم زمری درو نورو زمریانو را ایسار او مړ کړ، نو په افریقا کې د نارينه زمریانو ژوند ته د ور پيښو خطرونو په هکله بحثونو زور واخیست.

د زمري جسامت او عمر

زمری له پړانک څخه په جسامت کې یو څه کم وي. په عادي حالت کې یو زمری تر ۱۹۰ کیلوګرامه پورې وزن لري، په داسې حال کې چې یوه ښځینه زمری بیا شاوخوا ۱۲۳ کیلوګرامه وزن لري.

یو نارینه زمری ۶ فټه اوږد، په داسې حال کې چې یوه ښځینه یې بیا تر دې یو څه کم اوږدوالی لري. همدارنګه د نارينه زمري د قد لوړوالی ۱،۲ متره وي، په داسې حال کې چې د ښځینه قد یې بیا یوازې یو متر وي.

په اوسط ډول یو زمری له ۱۰ تر ۱۵ کلونو پورې عمر کوي، خو که په یوه مناسب او محفوظ چاپیریال کې وساتل شي، بیا نو تر ۲۵ کلونو پورې هم عمر کولی شي.

Symbolbild Löwe
زمریان د حیواناتو په کتار کې تر ټولو زړور حیوان بلل کیږيانځور: Murat Ozgur Guvendik/AA/picture alliance

د زمري ژوند ټول له خطرونو سره مل دی

زمریان د یوې کورنۍ په شکل په یوه ګروپ کې ژوند کوي چې دې ګروپ یا ډلې ته بیا «پرائډ» ویل کیږي. په هر پرائډ کې څو ښځینه زمریانې موجود وي، په داسې حال کې چې یو نر زمری یا تر یو ډیر هم په کې موجود وي.

عام خلک نر زمری د لوی جسامت، قوت او زړورتیا له کبله د ځنګل بادشاه بولي. له دې جسامت او په دې اندازه جرئت او زړورتیا سره، یوازې پړانګان له دوی سره پرتله کیدلی شي. خو حقیقت دا دی چې زمری کیدل، د پړي یا رسۍ پر سر د تګ په څیر ستونزمن دی.

BdT Deutschland Löwen-Vierlinge im Zoo Leipzig getauft
انځور: Hendrik Schmidt/dpa/picture alliance

زمری د ښکار او مرګ د زمري په تعقیب کې

د علمي واقعیتونو پر بنسټ له هرو دوو څخه یو زمری د خپل ژوند په لومړي کال کې وژل کیږي. له زیږیدو وروسته د زمري بچیان که له یوې خوا د مارانو د چیچل کیدو له خطر سره مخ وي، نو له بلې خوا د وږو کوږانو او تر دې هم زیات پخپله د نورو نارينه زمریانو له لاسه د وژل کیدو له خطر سره مخامخ وي.

که د زمري نارینه بچی د خپل ژوند لومړی کال په یو ډول تیر کړي او دری کلنۍ ته ورسیږي، نو بیا خپله کورنۍ یا پرائډ پریږدي او تر یو وخته پورې د بې کسه یا لاوارثه په شان چکرې وهي. په دې منځ کې د خپلو حدودو یا سیمې د په اصطلاح جرولو په خاطر حتی د زمریانو له یوې ډلې هم جنګ کوي.

په عام ډول په نارینه زمریانو کې لږ داسې پيښیږي چې تر ۱۰ کلونو پورې دې ژوندی پاتې شي.

د کینیا د ځنګلونو ادارې د شمیرو له مخې د نړۍ په هیڅ کومه برخه کې د نارینه زمریانو په هکله داسې نه شي ویل کیدلی چې هغوي محفوظ دي.

د «جیسي» په نوم زمری چې ټول ۱۲ کلونه یې عمر وکړ پر بدن یې د نورو زمریانو د حملې ډیرې نښې موجودې وي او بالاخره درو ځوان نارينه زمریانو را ګیر او وواژه.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز