1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دوو زمريانو پر خپل ساتونکي برید کړی

۱۳۹۸ اردیبهشت ۱۶, دوشنبه

لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې د زمريانو دغه ځوان ساتونکی ولې د هغوی د ساتلو ځای ته ننوتی دی. د ژوبڼ مشر له دې پیښې د ساتونکي ژوندي راوتل یوه معجزه بللې ده. زمريانو ساتونکی څو ځايه داړلی دی.

https://p.dw.com/p/3HzTX
Deutschland l „Serengeti-Park“ in Hodenhagen l Löwen
انځور: Imago/Imagebroker

د آلمان هامبورګ ښار ته نزدې د «سیرینګیتي ژوبڼ» یو ۲۴ کلن ساتونکی اوس د زمریانو له خوا د ټپي کيدو له کبله تر درملني لاندي دی. د ژوبڼ ساتونکو د یکشنبې په ورځ ویلي چې د دغه ساتونکي ژوند له خطر سره مخامخ نه دی.

د ژوبڼ مشر فبریزیو زیپې، خبریالانو ته ویلي دي: «موږ کوولی شو ووایو چې دا یوه معجزه ده چې زموږ دغه ځوان همکار اوس هم ژوندی دی.»

د شنبې په ورځ د ژوبڼ تر پرانیستل کیدو لږ مخکې، دغه ځوان ساتونکی د زمريانو د ساتلو ځای ته ننوت. په دې وخت زمریانو هغه غوښه خوړله چې ورته اچول شوې وه. لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې ولې دغه کس د زمريانو د ساتلو ځای ته ننوتی دی.

خو لومړنۍ څیړنې ښيي چې هغه غوښتل د ژوبڼ تر پرانیستل کیدو مخکې د کټارو د کنترول بهیر بشپړ کړي. د ژوبڼ ساتونکي په نورمال حالت کې یوازې هغه وخت د زمريانو د ساتلو ځای ته ننوځي چې هغوی په خپلو قفسونو کې وي.

د «بیلد» ورځپاڼې په حواله دغو دوو زمريانو چې له نورو بیل په یوه جلا ځای کې ساتل کیدل د ژوبڼ د ساتونکې تر لیدو وروسته پر هغه باندې برید وکړ او هغه يې پر لاس، پښه او سینه باندي و واړی.

زیپې ویلي دي: «دغو ژوو هغه څو ځلې داړلی دی [...] د ژوبڼ دوو نورو ساتونکو خپل همکار وژغوره او زمریان یې وشړل.»

پولیسو ویلي دي چې قرباني په یوه څرخي الوتکه کې روغتون ته ولیږدول شو او تر برید وروسته پر هوښ کې وو او خبرې یې کولی شوای. روغتون ته په رسیدو سره پر هغه باندې یو پنځه ساعته عملیات ترسره شوی او تمه کیږي چې د وخت په تیریدو سره په بشپړه توګه روغ شي.

(ms/nz (AFP, AP, dpa

له ارشیف څخه: