1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د روسېې په سترې جنګي کښتۍ کې چاودنه شوې

۱۴۰۱ فروردین ۲۵, پنجشنبه

د روسېې د سترې جنګي کښتۍ «مسکوا» د مهماتو په ډيپو کې چاودنه او په بهرنۍ سطحه کې يې د اورلګیدنه له کبله اساسي زیان لیدلی دی. اوکراین ويلي دي چې کښتۍ دوی وېشتلې او د روسېې دفاع وزارت وايي په دې اړه ېې تحقیقات پیل کړي.

https://p.dw.com/p/49wIm
Russland Kreuzer Moskva
انځور: Alexey Pavlishak/REUTERS

مسکوا، د ۱۲نیم زره ټنه وزن په درلودلو، په توره بحیره کې د روسېې تر ټولو مهمه توغندی ويشتونکې جنګي کښتۍ ده.

د «تاس» او «ریانووستي» خبري آژانسونو د دغۍ کښتۍ په سطحه کې د اورلګيدنې خبر ورکړی او علت ېې د کښتۍ په داخل کې د زیرمه شوو مهماتو چاوده ښودلې ده.

د روسېې دفاع وزارت په یوه اعلاميه کې ويل شوي چې د دغې اورلګيدنې په اړه څېړنې پيل شوي او د جنګي بيړۍ خدمه امن ځای ته منتقل شوې ده. اعلاميه کې د اوکراين حملې ته اشاره نه ده شوې.

د اوکراين په سویلي سیمه اودیسه کې یو قوماندان، ماکسیم مارچنکو، تر دې وړاندې اعلان کړی وو چې اوکرايني ځواکونو د «نپټون» توغندي په ذریعه پر دغې کښتۍ حمله کړې ده. د اوکراین د ولسمشر سلاکار، الکسي آرستويچ هم ويلي دي چې «د روسېې د تورې بحیرې د جنګي کښتۍ د سبد د سر ګل» په اور کې وسوځيد. هغه ويلي دي چې مسکوا کښتۍ ۱۵۰ کسه خدمه درلوده.

اوکرايني رسنیو په کښتۍ کې تر چاودنې وروسته په لومړيو ساعتونو کې اعلان کړی وو چې دغه کښتۍ د چاودنې او اورلګيدنې له کبله ډوبه شوې ده، خو اوکرایني چارواکو دغه خبر په رسمي توګه تائيد کړی نه دی.

په توره بحیره کې د روسېې دغې سترې جنګي کښتۍ د اوکراين جګړې په اکثرو عملياتونو، له هغې ډلې د «مارها» جزیرې په نیولو کې برخه درولودلې ده.

په همدې اړه: نړیوال بانک: د افغانستان د اقتصادي سقوط مخنیوی ممکن دی

د اوکراین د کورنيو چارو وزارت سلاکار، آنتون هراشچنکو، په ټولنيزو رسنیو کې د يوه پوست په خپرولو ويلي دي چې دغه روسۍ جنګۍ کښتۍ په نپټون توغندي باندې ويشتل شوې ده.

د اوکراین ساخت دغه توغندی په ۲۸۰ کیلومتره واټن کې هدف په نښه کوي. د دغه توغندي توسعوي پړاونو له ۲۰۱۳ تر ۲۰۱۹م کلونو پورې ادامه درلودلې ده.

د اوکراین ولسمشر، ولاديمیر زیلنسکې دغې پيښې سره په ورته وخت کې له غربي هیوادونو څخه يو ځل بیا د درونو پوځي تسلیحاتو د مرستې غوښتنه وکړه. زيلنسکي په یوه پیغام کې له غربي هیوادونو څخه وغوښتل چې له هیواد سره يې د توپونو، زرهې وسایطو، ټانګونو، د دافع هوا سیستم او جنګي جیت الوتکو مرستې وکړي.

دا په دې داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر جو بایدن له اوکراین سره د پوځي مرستو په ادامه تازه له دغه هیواد سره د ۸۰۰ میليونو ډالرو په ارزښت يوه نوې کمکي بسته تصویب کړه.

د یو بل خبر له مخې، جاپان هم ويلي دي چې له اوکراین سره د لا زياتو ممکنه مرستو په اړه فکر کوي. دغه خبره د جاپان د دفاع وزیر، نوبو کيشي له خپل اوکرایني سیال الکسي رزینکوف سره تر خبرو وروسته کړې ده. رويټرز ليکلي دي چې رزينکوف له خپل جاپاني سیال څخه مننه کړې ده.

جاپان تیره میاشت هم اوکراین ته د امریکا په يوې پوځي باروړونکې الوتکه کې امنيتي خولۍ او نور غیر وژونکي پوځي کيټونه استولي ول.

آژانسونه/م.ک.ص./ن.ز.