1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نړیوال بانک: د افغانستان د اقتصادي سقوط مخنیوی ممکن دی

۱۴۰۱ فروردین ۲۵, پنجشنبه

نړیوال بانک ویلي دي چې که طالبان بشري حقونو ته درناوی وکړي، له دوی سره نړیوالې مالي مرستې وشي او طالبان د مالي چارو ښه مدیریت وکړي، د افغانستان د اقتصاد د سقوط مخنیوی امکان لري. دغه بانک ویلي یوه «بدیله لار» امکان لري.

https://p.dw.com/p/49vW4
Afganistan, Herat, Geldgeschäfte
انځور: Getty Images/A.Karimi

نړیوال بانک د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال د اپریل ۱۳) د افغانستان د اقتصادي سقوط په هکله ویلي چې د دې هیواد د اقتصادي سقوط مخنیوی ممکن دی خو یوازې په دې شرط چې له دوی سره نړیوالې مالي مرستې وشي او طالبان بشري حقونو ته درناوی وکړي. دغه بانک همدا راز د یوه شرط په توګه زیاته کړې ده چې که طالبان د خپلو مالي چارو ښه مدیریت هم وکړي، نو د دې امکان شته چې د افغانستان اقتصاد وژغورل شي.

په واشنګټن کې میشت نړیوال بانک د افغانستان د کرهڼې سکتور، طبیعي زیرمو، ځوان نسل او د امنیت ښه والي ته په اشارې ویلي چې د افغانستان د اقتصاد د ژغورنې له پاره «یوه بدیله لار امکان» لري.

نړیوال بانک په خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې د پرمختګ له پاره د نړیوالې ټولنې او همدا راز د طالبانو د موقتې ادارې اقداماتو ته اړتیا ده. په اعلامیه کې زیاته شوې ده چې د بسپنه ورکوونکو هیوادونو په منځ کې د طالبانو د موقتې ادارې له لوري د ښځو او نجونو سره سم چلند، بشري حقونو ته درناوی او اقتصاد د سم مدیریت په برخه کې هیلې او تقاضاوې موجودې دي.

د تیر میلادي کال د اګست میاشتې په نیمايي کې هغه مهال چې د افغانستان جمهوري نظام سقوط شو او طالبان تر نیږدې شلو کلونو یو ځل بیا واک ته ورسیدل، دغې ډلې له نړیوالې ټولنې سره خپلې یو شمیر ژمنې ماتې کړي دي او یو ځل بیا یې د خپلې تیرې دورې په څیر په افغانستان کې شدید محدودیتونه وضع کړي دي.

Afghanistan Landwirtschaft Reis
انځور: Getty Images/AFP/N. Shirzada

دا هم په داسې حال کې ده چې د تیرې میلادي میاشتې په وروستیو کې طالبانو د نوي تعلیم کال له پيل سره هم مهاله د نجونو د ښوونځیو تر لنډ پرانیستل کیدو وروسته یاد ښوونځي تر نامعلومې نیټې پورې یو ځل بیا وتړل چې له کبله یې په هيواد او بهر کې پراخ غبرګونونه را وپاریدل. سربیره پر دې، د پخواني نظام تر نسکوریدو وروسته د افغانستان بهرنۍ پانګې کنګل شوي دي چې له کبله یې په افغانستان کې اقتصادي وضعیت ورځ تر بلې د خرابیدو په حال کې دی. په دې ترڅ کې ځيني مرستي بيرته پيل شوي دي او نړیوالې ټولنې هم له افغانستان سره خپلو مالي او بشري مرستو ته ادامه ورکړې ده.

نړیوال بانک همدا راز خبرداری ورکړی چې «په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان د اقتصاد راتلونکی ډېر خراب دی» او دا چې په افغانستان کې د کس په سر کلنی ناخالص عاید به د ۲۰۲۰م کال په پرتله سږ کال ۳۰ سلنه را ټیټ شي. دغه بانک ویلي دي چې د تیر میلادي کال په وروستیو میاشتو کې د سړي پر سر کلنی ناخالص عاید له وړاندې نه نیږدې درې چنده را لوېدلی وو.

نړیوال بانک همدا راز د افغانستان د کار د بازار په هکله ویلي دي چې د افغانستان اقتصاد به دومره چټک پرمختګ ونه کړي چې له کبله یې د خلکو روزګار ښه شي او یا د هغو ۶۰۰ زرو افغانانو له پاره کار ځایونه رامنځ ته شي چې هر کال د کار پر شرایطو برابریږي.