1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآلمان

د داعش مشکوک غړی د کولن په هوایي ډګر کې نیول شوی

۱۴۰۳ خرداد ۲۰, یکشنبه

یو کس چې د «اسلامي دولت» ترهګرې ډلې د خراسان څانګې په ملاتړ تورن دی، د کولن ښار په هوایي ډګر کې نیول شوی دی. نوموړي هڅه کړې وه چې د یورو ۲۰۲۴ یا د فوټبال اروپا جام سیالیو په امنیتي برخه کې استخدام شي.

https://p.dw.com/p/4gq6N
Deutschland Bundespolizei am Flughafen Köln/Bonn
انځور: Christoph Hardt/Panama Pictures/picture alliance

د عمومي څارنوالۍ دفتر د یکشنبې (د جون میاشتې ۹ نیټه) په ورځ اعلان وکړ چې په المان کې د فوټبال اروپا جام سیالیو له پيلیدو څخه یوه اونۍ مخکې د داعش په ملاتړ یو شکمن کس نیول شوی دی.

په کارلسروهه کې د دغې ادارې د ویاند په خبره دغه شکمن کس د جمعې په ورځ د کولن- بن په هوایي ډګر کې نیول شوی دی.

څارنوالان وایي دغه کس چې د الماني- مراکشي تابعیت لرونکی دی، د ۲۰۲۳م کال په سپټمبر میاشت کې یې د داعش ترهګرې ډلې خراسان څانګې پورې اړوند بانکي حساب ته پيسې انتقال کړي دي.

ویل کیږي چې دغه کس نږدې ۱۷۰۰ ډالره د ډیجیټالي خدماتو د صرافۍ له لارې د داعش ترهګرې ډلې خراسان ته استولي دي.

د المان خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ همدارنګه دغه کس هڅه کړې وه چې د یورو ۲۰۲۴ سیالیو په جریان کې د فوټبال له لوبغالو څخه دباندې د امنیتي کادر او کوربه په توګه دنده ترلاسه کړي، خو بریالی شوی نه وو.

ټاکل شوې ده چې د یورو ۲۰۲۴ سیالۍ د المان په لسو مختلفو ښارونو کې ترسره شي چې شاوخوا ۲،۷ میلیونه مینه وال او نندارچیان به په سټیډیمونو او تر ۱۲ میلیونه پورې وګري به په عمومي ځایونو کې له دغو سیالیو څخه لیدنه وکړي.

آژانسونه: ش.ن/ ا. و.ا

د «داعش خراسان ولایت» ترهګریزه شبکه کوم اهداف لري؟

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل