1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآلمان

«د اسلامي افراطیت اړوند نږدې ۱۵۰ قضیي تر ارزونې لاندې دي»

۱۳۹۹ مرداد ۲۵, شنبه

د آلمان لويې څارنوالۍ د روان کال په لومړۍ نیمایي کې د ۱۴۹ تنو پر وړاندې د اسلامپاله ترهګرۍ په ارتباط د دوسیو تحقیقات پيل کړي دي، چې د محاکمې جریان به یي دوام پيدا کړي.

https://p.dw.com/p/3h0d4
Deutschland Symbolbild Razzia Polizei
انځور: picture alliance/dpa/P. Zinken

په پارلمان کې د ښي اړخي عوام پال ګوند AfD (آلمان له پاره بدیل ګوند) د فراکسیون د یوې پوښتنې په ځواب کې د آلمان حکومت ویلي دي چې اکثره له دوی څخه په یو ترهګریز سازمان کې د غړيتوب په شک تورن دي.
د اپریل په میاشت کې د آلمان په نورد راین- وستفالن ایالت کې د یوې تاجکي تروریستي هستې پورې اړوند کسان تر څار لاندې ونیول شول چې ویل کیږي د یوه کس د قتل پلان یي درلود چې د دوی له نظره د اسلام پر ضد یي انتقادي څرګندونې کړې وې.

د معلوماتو له مخې د آلمان لويې څارنوالۍ د روان میلادي کال له پیل څخه د جون میاشتې تر پایه پورې د ۱۵۹ تورنو کسانو پر وړاندې په مجموع کې د ۲۳۰ نویو دوسیو د ارزونې بهیر پیل کړی دی. له دې ډلې د ۹۴ دوسیو په اړه تحقییقات په ایالتي څارنوالۍ کې ترسره شوي او ۵۵ نور یې بیا د مرکزي حکومت په څارنوالۍ کې جریان لري. ۸۱ دوسیې تړل شوي دي.

د شکمنو کسانو لویه برخه آلمان او یا هم د سوریي، افغانستان او سومالیي هیوادونو اتباع تشکیلوي.
د پلټونکو او د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادارې د کارکونکو د تجربې له مخې داسې هم پيښيږي چې یوه پناه غوښتونکي د دې له پاره چې د اخراج کیدو مخه یي نیول شوې وي، په درواغو ادعا کوي چې پخوا د کوم ترهګریز سازمان غړی وو.

د تیر کال د وروستۍ ربع په پرتله د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې د هغو نویو دوسیو په شمیر کې د پام وړ زیاتوالی رامنځته شوی دی چې د آلمان مرکزي څارنوالۍ یې د ارزونې بهیر پیل کړی دی. خو په دویم ربع کې بیا په دې شمیر کې معمولي کموالی رامنځته شوی دی.
د آلمان حکومت زیاته کړې ده چې د اپریل، می او جون په میاشتو کې په مجموع کې درې تنه له داعش یا «اسلامي دولت» ډلې سره د ارتباط درلودلو په تور بیرته آلمان ته ستانه شوي دي.
په دوی کې دوه ښځې چې یوه یې ۲۳ او بله یي ۳۴ کلنه وه له ترکیي هیواد څخه آلمان ته اخراج شوي دي. یو بل تن يو ۲۳ کلن سړی دی چې له ایران څخه بیرته آلمان ته ستون شوی دی.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ص