د ترکيې په غونډه کې څوک گډون کوي؟
۱۳۹۹ اسفند ۲۱, پنجشنبهولسمشر غني ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن تر لیک وروسته په مسکو او ترکیه کې د افغانستان په اړه غونډو بېلابېل غبرګونه راپارولي.
روسيې د مسکو غونډې ته چې د روانې مارچ میاشتې پر ۱۸ نیټه جوړیږي، افغان حکومت، طالبان، سیاسي مشران او د سیمي د ځينو هيوادونو استازي ور بللي دي. ټاکل شوې ده چې د همدې مياشتي پر ۲۷ نېټه به بيا په ترکيه کې د ملگرو ملتونو پر مشرتوب د افغانستان په اړه بله غونډه وي.
په انقره کې یوي سرچیني دویچه ویله ته وویل، د ترکیي حکومت ددې غونډې د جوړولو له پاره چمتوالی پيل کړی او ټاکل شوې چې د مارچ پر ۲۷مه نیټه جوړه شي: «طالبانو موافقه کړې، حکومت ته خو امریکایانو پيغام ورلیږلی، د افغان سیاستوالو ترڅنګ به حکومتي مشران او طالب مشران هم پکې ګډون کوي.»
د انقرې د غونډې د اجنډا په اړه جزیات نه دي خپاره شوي، خو یاده سرچینه په دې باور ده چې د ترکيي په غونډه کې د افغانستان پر راتلونکي حکومت تصمیم نېول کیږي.
"افغان حکومت تراوسه پریکړه نه ده کړې"
افغان حکومت وايي، د مسکو او ترکيې په غونډو کې د ګډون بلنه ورکړل شوې، خو تراوسه یې په دې اړه خپله وروستۍ پریکړې نه ده اعلان کړې.
خو حکومت مني چې په ترکیه کې د افغان سولې په تړاو جوړېدونکې غونډه خورا مهمه ده، ځکه مطرح افغان مشران به ددې غونډې ګډونوال وي.
د پاکستان له پاره د ولسمشر غني ځانګړي استازي محمد عمر داوودزي دویچه ویله ته وویل: «تراوسه په دې اړه چې د افغانستان دولت د مسکو او انقرې په غونډو کې ګډون کوي او کنه، معلومه نه ده، خو د انقرې غونډه به د هيواد د لومړی درجه کسانو په ګډون جوړه شي.»
انقره او مسکو به داسې مهال د افغان سولې په تړاو د لویو غونډو کوربه وي، چې تېره اونۍ د افغان سولې له پاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له افغان چارواکو او سیاستوالو سره "د افغانستان د راتلونکې حکومت طرحه" شریکه کړه.
دې طرحې ولسمشر غني او د ملي روغې جوړې شورا مشر عبدالله عبدالله ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د لیک تر رسنیز کېدو وروسته لاډیر غبرګونونه راپارولي.
د سیاستوالو غبرګون
د جمعیت اسلامي ګوند مرستیال احمد ضیاء مسعود وايي، د دوحې غونډو د امریکا له پاره د پام وړ پایلې نه لرلې، نو ځکه یې په ترکیه کې د یوې لویې غونډي جوړولو پریکړه کړې: «امریکا مجبوره شوې چې یوه نوې طرحه جوړه کړي او د افغانستان ځيني برجسته شخصیتونه په نیږدې راتلونکې کې په ترکیه کې یوې غونډې ته وروبولي.»
مسعود زیاتوي دوحې ته د افغان حکومت په استازولۍ داسې کسان تللي چې ډير واک نه لري او له خلکو هم په سمه توګه استازولي نه شي کولای.
د نوموړي په باور په اوسني وضعیت کې اړینه ده چې د قضيي د اصلي ښکېلو غاړو ترمنځ خبرې وشي، چې پایله یې په افغانستان کې د یوه نوي باثباته حکومت رامنځته کېدل وي.
خو حکومت وار له مخه په افغانستان کې د نوي حکومت طرحې یو اړخېزې او د نه منلو وړ بللي. له دې ډلې د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح وړمه ورځ ویلي: «غوره ګڼم چې د طالب او پاکستان مرمۍ په سینه وخورم؛ خو په هېڅ قیمت د ولس پر سر معاملې ته چمتو نه یم. موږ په هیڅ قیمت آمرانه سوله نه غواړو.»
د چارو یوشمېر کتونکي په دې باور دي چې امریکا، روسیه او د سیمي ځيني هيوادونه دې پایلې ته رسیدلي دي چې افغان کشالې ته یو حل وګوري.
اسماعیل شاکر – کابل