1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکیه به د مارچ په ۲۷ د افغان سولې د غونډې کوربه وي

۱۳۹۹ اسفند ۲۰, چهارشنبه

په افغانستان کې یو شمیر رسنیو طالبانو ته د نږدې سرچینو په حواله ليکلي دي چې ټاکل شوې ده د افغانستان په اړه د سولې غونډه په ترکیې کې ترسره شي.

https://p.dw.com/p/3qQ7s
Katar Doha | Afghanistan Friedensverhandlungen | Abbas Stanikzai
انځور: Getty Images/AFP/K. Jaafar

په همدې حال کې د ترکیې خبري آژانس اناتولي رپوټ ورکړی دی چې د ترکیې د واکمن ګوند «عدالت او توسعي» ویاند عمر سلیک وایي چې ترکیه په افغانستان او سیمه کې د سولې له پاره د منځګړیتوب هڅو کې همکارۍ ته اماده ده.

افغان او امریکایي چارواکو تر اوسه پورې نه ده تائید کړې چې آیا دغه غونډه به د مارچ په ۲۷ نيټه په ترکیې کې ترسره شي او که څنګه؟

مخکې تر دې مسکو هم د افغانستان د سولې د خبرو اترو د کوربتوب ټټر وهلې وو، خو تیره ورځ د افغانستان د ملي پخلاېنې عالي شورا ویاند له دویچه ویله سره په یوه ځانګړي مرکه کې وویل چې نوموړي شورا تر اوسه پورې په دې اړه کوم تصمیم نه دی نیولی.

د دې خبر نور جزویات به وروسته له تاسې سره شریک شي.