د بریتانيا د کورنيو چارو وزيره له دندې ګوښه شوې
۱۴۰۲ آبان ۲۲, دوشنبهپر نورو سربیره «بي بي سي» او «سکای نيوز» شبکې د دوشنبې په ورځ د حکومتي سرچینو په حواله د برتيانيا د کورنیو چارو د وزیرې سويلا براورمن، له دندې د ګوښه کيدو خبرونه ورکړي دي.
د محافطه پال لومړي وزير رشي سوناک، د کابينې دغه سياستواله په دې وروستیو کې تلد لانجو او جنجالونو باعث شوې وه.
نوموړې پر نورو سربیره پولیس تورن کړي ول چې د فلسطيني پلوه مظاهره کوونکو له خوا په قانوني سرغړونو سترګې پټوي.
لکه څرنګه چې تېره اوونۍ د لومړي وزير رشي سوناک يوه وياند تائيد کړل نوموړې «ټايمز» ورځپاڼې له پاره په ليکل شوې يوې مقاله کې دا تورونه د لومړي وزير له دفتر سره له همغږۍ پرته نشر کړي ول. له همدې کبله د حکومت د دې ګام تمه کیدله.
نوموړې پر پوليس له احتجاجي مارشونو سره د دوه مخي چلند تور لګولی وو. اپوزیسيون بيا پر نوموړې دا تور پورې کړی وو چې د تېرې شنبې ورځې د فلسطينيانو په پلوۍ مظاهره کې د ترنګلتيا د رامنځته کید باعث ګرځېدلې ده. هغې تر دې د مخه هم په څو ځلي دا ډول لانجمنې څرګندونې کړي دي.
براورمن ته د ګوند د رهبرۍ له پاره د ښه چانس لرونکې نوماندې په سترګه کتل کيږي، که چېرې لکه څرنګه چې يې تمه کیږي، محافظه پال ګوند په راتلونکې کال کې د پارلمان په نظر کې نيول شوي ټاکنې وبایلي.
برحاله محافظه پال ګوند په نظر پوښتنو کې د اپوزيسيون د ليبر ګوند څخه شاته دی.
داسې ګومان هم کیده چې براورمن د پوليسو سره په انتقادونو او نورو ښی اړخه پاپوليستي څرګندونو سره غواړي چې د ګوند د ښی اړخه څانګې نوماندۍ ته ځان برابر کړي او حتی ښايي غوښتل یې چې له دندې ګوښه کړل شي.
جيمز کليورلي د براورمن ځای ناستی ټاکل شوی
د براورمن ګوښه کول به د اټکلونو پر اساس په کابينه کې د ډېرو بدلونو باعث وګرځي.
په لندن کې د لومړي وزير رشي سوناک حکومت د نوموړې ځای ناستی د بهرنیو چارو وزير جیمز کليورلي ټاکلی دی. د سوناک د محافظه پال ګوند په حواله به له دې پريکړې سره حکومتي ډله «پياوړي» شي.
د آلمان خبري آژانس په حواله د بريتانيا پخوانی لومړی وزير ډيوډ کيميرون د هېواد د بهرنيو چارو د نوي وزير په توګه غوره شوی دی.
زموږ له آرشیف څخه: