1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

ایران په عراق کې پر کردي ملیشو بريدونه کړي

۱۴۰۱ مهر ۵, سه‌شنبه

ايران پر کردي وسله والو د ایران حکومت ضد مظاهره کوونکو ته د وسلو د ورکړې تور لګولی دی. د ایران د حکومت له خوا ويل شوي چې په عراق کې د کردي ځواکونو پر هدفونو بريد «سم غبرګون» دی.

https://p.dw.com/p/4HOmi
د مهسا اميني مړينه په ايران کې د پراخو لاريونو باعث شوې
د مهسا اميني مړينه په ايران کې د پراخو لاريونو باعث شوېانځور: Orhan Qereman/REUTERS

د ايران د پاسداران انقلاب ځواکونو د دوشنبې په ورځ په ګاونډي هېواد عراق کې د کرد بیلتون غوښتونکو ډلو پر هدفونو د ډرون او توپخانې بريدونه کړي دي. دا حملې په داسې حال کې شوي دي چې په ایران کې د يوې ځوانې کردۍ مهسا اميني تر مړينې وروسته پراخې مظاهرې ترسره کیږي.

۲۲ کلنې مهسا اميني چې د ایراني چارواکو په خبره یې اسلامي حجاب په سمه توګه نه مراعتولو، د ايران د اخلاقي پوليسو له خوا نيول شوې وه چې وروسته بيا د پوليسو په توقيف کې کوما حالت ته تللې وه او بیا یې وروسته د ایران په یوه روغتون کې ساه ورکړه. تر دغې پیښې وروسته په ټول ایران کې د حکومت ضد احتجاجونه راووتل او د معلوماتو له مخې یو شمیر احتجاج کوونکي هم وژل شوي دي.

په ايران کي مظاهرې؛ د وژل سوو کسانو شمېر ۳۶ ته رسېدلی

په دې تېرو څو ورځو کې دا د پولې بلې غاړې ته د ایران دويم بريد وو. تر دې مخه د شنبې په ورځ هم په عراق کې د کردي بیلتون غوښتونکو ډلو پر اډو او روزنیزو کمپونو ورته بريدونه ترسره شوی ول.

د ايران حکومت پر وسله والو کردانو باندې په روانې ناامنۍ کې د لاس لرلو تور لګوي. په ځانګړي توګه په شمال لوېدیځه سيمه کې چېرې چې زياتره کردان ميشت دي. په ایران کې په ټولیزه توګه د کردانو نفوس کابو لس میليونه دی.

د ایران د کورنیو چارو وزیر: د مهسا په مړینه کې پولیس ملامت نه دي

د ایران د نيمه دولتي خبري آژانس تسنيم په حواله د پاسداران انقلاب ځواکونو دا تازه بريدونه د ایران پر پوځي اډو د کردانو د مخکنيو بريدونو او دمګړۍ په هېواد کې روانو ناکراريو د ملاتړ له کبله د هغوی په مقابل کې «سم غبرګون» بلل شوی دی.

تر دې د مخه د ایران د کورنيو چارو وزير احمد واحدي په ایران کې د حکومت پر ضد په روانو مظاهرو کې د کردي ډلو د لاس درلودو خبره هم کړې وه. حکومت دا تور هم لګولی دی چې د کردانو په سيمو کې مظاهره کوونکو ته وسلې هم ورکړل شوي دي.

د روانې مياشتې په سر کې د مهسا امیني مړينه په ايران کې داسې ناکراري رامنځته کړه چې له کبله يې تر اوسه په لسونو کسان وژل شوي دي.

ايران د ناکراريو پړه پر امريکا اچولې

د تاوتريخوالي د پېښو په ترڅ کې د ايران د بهرنيو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ يو ځل بيا دا خبره تکرار کړه چې امريکا په ایران کې د روانو مظاهرو په مرسته د ایران د خپلواکۍ څخه د سرغړونې هڅه کوي او د دې څه کلک ځواب به ورکړل شي.

ايران پر امريکا د تاوتريخوالي د ملاتړ او د ايران د اسلامی جمهوريت د بې ثباته کولو تورونه هم لګولي دي.

د ایران د بهرنيو چارو وزارت وياند ناصر کنعاني د نور دولتي خبري آژانس ته وويل: «واشنګټن تل د ایران د ثبات او امنيت د ضعيفولو هڅه کړې ده، که څه هم چې بريالی شوی پکې نه دی.»

بل لوري ته د اميني تر مړينې وروسته د مظاهره کوونکو سره د ایران د حکومت پر دريځ هم د نړيوالو له خوا سختې نیوکې شوي دي.

ایران د اروپايي اتحادیې انتقاد رد کړی

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند ناصر کنعاني د دوشنبې په ورځ وويل چې اروپايي اتحاديه د ايران په داخلي چارو کې مداخله کوي او د «تاوتريخوالي» ملاتړ کوي. د يکشنبې په ورځ د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ تګلارې مسئول جوزيف بوريل چې د ایران پر وضعيت کومې تبصرې کړې وې، کنعاني د هغه ځوابونه ورکړل.

اروپايي اتحاديې په ايران کې تاوتريخوالی غندلی دی

بوريل ويلي ول چې «په سوله ایزه توګه د احتجاج کوونکو پر وړاندې د زور پراخ او غيرمتناسب استعمال د توجيه وړ نه دی او نه هم د منلو دی. نوموړي په پراخه کچه د انترنت بندول هم د «بيان له آزادۍ» سرغړونه وبلله.

آلمان هم د دوشنبې په ورځ په دې تړاو د ایران سفير احضار کړی وو او ورسره یې د مظاهره کوونکو پر وړاندې د ځواک د کارولو په اړه خبرې کړې وې.

ب. ص/ خ. ح (Reuters, afp, ap,dpa)

زموږ له آرشيف څخه: